Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه افغانستان کې د وچکالۍ منفي اغېزو کمولو لپاره د ۱۶.۶ میلیونو ډالرو مرسته کوي

ملګري ملتونه افغانستان کې د وچکالۍ منفي اغېزو کمولو لپاره د ۱۶.۶ میلیونو ډالرو مرسته کوي

shamshadnews by shamshadnews
2025/05/03

سره له دې چې افغانستان د اوبو پراخې سرچینې لري، خو لاهم په لرو پرتو ولایتونو کې یې پر کرنه سربېره د څښاک لپاره کافي اوبو ته لاسرسی د سرپرست حکومت او خلکو لپاره لویه ننګونه ده.
اوبو ته د خلکو د لاسرسي کمېدل او د اقلیمي بدلون اغېزې هغه څه دي چې هېواد کې يې د بزګرانو ستونزې ډېرې کړې او اړتیا ده چې مرستندویه ادارې او نړیوال سازمانونه په دې برخه کې همکاري ډېره کړي.

تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي، ملګرو ملتونو افغانستان کې له زیانمنېدونکو ټولنو سره د مرستو لپاره ۱۶.۶میلیونه ډالر ځانګړي کړي چې موخه يې د افغانستان په شمال او شمال‌ ختیځو ولایتونو کې د وچکالۍ د اغېزو مهار دی.

د اوچا په خبره، د دغو پیسو۱۰ میلیونه ډالر د افغانستان د بشري مرستو له صندوق او پاتې ۶.۶ میلیونه ډالر د بېړني غبرګون نړیوال صندوق له خوا ځانګړې شوي دي.

اوچا په دې اړه ویلي:« نن ملګرو ملتونو د افغانستان د شمال او شمال ختیځ له زیانمنو شویو ټولنو سره د وچکالۍ د اغېزو کمولو لپاره ۱۶.۶ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه.»

سره له دې چې د سیاسي چارو کارپوهان وچکالي طبیعي پدیده بولي او مخنیوی یې اسانه نه ګڼي، خو د مخنیوي لپاره يې د بېلا بېلو لارو ازمویلو سپارښتنه کوي.

دوی  د ونو او شنو سیمو پر ډېرولو سربېره، له نړیوالې ټولنې په دې برخه کې د همکاریو پر دوام  ټینګار کوي.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « زما په اند، په اوسنیو شرایطو کې نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې د افغانستان له مظلوم ولس سره د ژوند په هره برخه کې مرستې وکړي، په ځانګړې توګه د تعلیم په برخه کې. په افغانستان کې طبیعي پېښې ډېرې کېږي، وچکالي دومداره ده او زه امېد کم چې نړیواله ټولنه تر زیاتو کلونو پورې افغانستان کې خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکړي.»  
افغانستان چې پراخې اوبیزې سرچینې لري، د دې برخې کارپوهان د اوبو پر مدیریت ټینګار کوي.

دوی وايي، سره له دې چې اقلیمي بدلون پر ټولې نړۍ منفي اغېز کړی، خو که په کوردننه د باراني اوبو ډنډونه، د روانو اوبو مهارولو او دې برخې ته د مسوولو ادارو پاملرنه ډېره شي، ورسره به هېواد کې د وچکالۍ مخنیوی ممکن او اوسمهالې ستونزې راکمې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist