Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کازان کېدونکې ناسته؛ د اسلامي امارت پلاوی هم په کې ګډون کوي

اسلامي امارت په کازان کې د روسیې او اسلامي نړۍ د همکاریو ګډه ناسته کې ګډون کوي

shamshadnews by shamshadnews
2025/05/03

د روسیې په کوربه توب د کازان اقتصادي فورم ۱۶ مه ناسته د دې هېواد په کازان ښار کې د روانې مې میاشتې  پر ۱۳ مه پيل کېږي او درې ورځې به دوام ولري.

د روسیې ټاس دولتي خبري آژانس د راپور له مخې، په دې ناسته کې چې معمولا د روسیې او اسلامي نړۍ د اقتصادي، علمي او فرهنګي برخو کې د فعالیتونو پر ګډې همکارۍ متمرکز وي،۱۶ مه ناسته کې به یې ډېر ټینګار د برېښنايي سیسټمونو پر پیاوړي کولو او پراختیا وي.

 د افغانستان اسلامي امارت مسوولین وايي، د کازان په دې مهمه ناسته کې د سرپرست حکومت په استازیتوب د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ یو پلاوی ګډون کوي چې د سوداګرۍ او ټرانسپورټ وزارتونو سرپرستان او دغه راز د بهرنیو چارو وزارت استازي به یې هم برخه وي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي، د دې ناستې په څنډه کې د افغانستان او روسیې ګډه سوداګریزه ناسته هم پلان شوې او تمه ده چې دواړه خواوې به پر مهمو مسایلو بحثونه ولري.

فطرت په دې اړه وايي: « د کازان فورم چې د اسلامي نړۍ او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو او هر اړخیزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري، یوه مهمه ناسته ده او راتلونکې غونډه یې د مې پر ۱۳ پیلېږي. په دې کې به د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ او د صنعت او سوداګرۍ، ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارتونو د وزیرانو په شمول، کرنې او مالدارۍ، کاونو او پټرولیم او خارجه وزارتونو د استازو په غړیتوب یو لوړ رتبه پلاوی ګډون وکړي. د اسلامي امارت دغه لوړ پوړی پلاوی به په دې فورم کې د ګډون ترڅنګ په یوه بله اقتصادي ناسته کې هم ګډون وکړي چې د افغانستان او روسیې پر ګډو اقتصادي او تجارتي اړیکو به په کې خبرې وشي.»

د ټاس په راپور کې دغه راز د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله راغلي چې د روسیې او افغانستان اقتصادي غونډې مشري به د روسیې د لومړي وزیر مرستیال وکړي.

د کابلوف په خبره، د دواړو هېوادونو د سوداګریزې ناستې تر څنګ به د افغاني تولیداتو یو نندارتون هم جوړ شي.

د ټاس خبري اژانس د راپور یوه برخه کې راغلي: « د افغانستان او روسیې د سوداګرۍ ناسته به د کازان فورم په څنډه کې ترسره شي. د دې ناستې مشري به د روسیې لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک وکړي او د دې ترڅنګ به د افغاني تولیداتو یو نندارتون هم وړاندې شي.»

اسلامي امارت د کازان فورم پر ۱۵ ناسته کې هم ګډون کړی و چې ۱۶ مې ناستې ته یې پر لوړه کچه پلاوی له وړاندې ور بلل شوی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهان په سیمه کې د کازان ناستې  هر اړخیز اقتصادي اهمیت ته په کتو په دې فورم کې د سرپرست حکومت د استازو ګډون مهم او ګټور بولي او په باور یې، دا ډول ناستو کې ګډون به د مسکو او کابل اقتصادي همکارۍ لا پیاوړې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « په اوسنیو شرایطو کې هر اقتصادي فورم د افغانستان لپاره ډېر اړین دی، ځکه له دې فورم یوازې دا چې افغانستان سیاسي ګټه پورته کولی شي، بلکې کولی شي اقتصادي، تجارتي، ټرانزیټي او نورې ګټې هم پورته کړي. د کازان دغه فورم نه یوازې دا چې د افغانستان لپاره په اقتصادي لحاظ مهم دی، بلکې کولی شي د نړیوالو سیاسي، اقتصادي او نورو ملاتړونو څخه هم په دې فورم کې کار واخلي.»

د کازان لومړنۍ ناسته په ۲۰۰۹ زېږدیز کال ترسره شوه.

 د دې ناستې په ګډونوالو کې د روسیې لوړ پوړي چارواکي، د اسلامي نړۍ استازي او د غړیو هېوادونو په مالي او سوداګریزه برخه کې د سترو شرکتونو او کمپنیو استازي شامل دي.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۵ زېږدیز کال  د کازان پر ۱۶ فورم ناسته کې شاوخوا۵۰ سترې اقتصادي هوکړې لاسلیک شي.  

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي
افغانستان

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي
افغانستان

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی
افغانستان

ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی

مارچ 15, 2026
په افغانستان کې د یوناما ماموريت د درېيو نورو مياشتو لپاره غځول کېږي
افغانستان

په افغانستان کې د یوناما ماموريت د درېيو نورو مياشتو لپاره غځول کېږي

مارچ 15, 2026
پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي
افغانستان

پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي

مارچ 12, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist