Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کډوالو ستره کمېشنري: تېرکال د غیرقانوني کډوالو لپاره مرګونی و

د کډوالو ستره کمېشنري: تېرکال د غیرقانوني کډوالو لپاره مرګونی و

shamshadnews by shamshadnews
2025/05/01

د ملګرو ملتونو کډوالو سترې کمېشنرۍ(یو.اېن.اېچ.سي.آر) د تازه راپور له مخې، د تېرو لسو کالو پرمهال په ټوله نړۍ کې د کډوالۍ پر ناقانونه لارو له ۷۲ زرو ډېر کسان مړه او یا تري تم شوي چې له دې ډلې ۵ زره مړه شوي کسان يې يوازې افغانان دي.

راپور کې ویل شوې، د ناقانونه لارو نږدې درې پر څلورمه برخه قربانیان هغه کسان دي چې له جګړو، ناامنیو او انساني ناورینونو په بهرنیو هېوادونو کې د پناه اخیستنې په موخه خپل اصلي هېوادونه پرېږدي.

د راپور یوه برخه:« د مرکزي مدیترانې لاره د کډوالۍ لپاره د نړۍ تر ټولو مرګونې لاره ده. په تېره یوه لسیزه کې په دې سمندر کې نږدې ۲۵ زره کسان مړه شوي دي. په دې موده کې په ناورینونو کې د راګیر۴۰ هېوادونو ۵۲ زره کسان د تېښتې پرمهال مړه شوې دي.»

د راپور د موندنو له مخې، افغانان هم د دغو مړو شویو او لا درکه کډوالو برخه تشکیلوي.

غلام حضرت شاوخوا څلور کاله مخکې د ښه راتلونکي په نیت خپله کورنۍ پرېښوده او له کوره د ترکيي په نیت ووت، خو تر اوسه يي مړی ژوندی ورک دی.

مور او پلار ته يې یوازې تصویرونه پاتې دي او اوس هم په دې تمه ناست دي چې ګوندې بيا به کور ته ورشي.

د نوموړي پلار چې د ورک شوي غلام حضرت تصویر يې په سینه پوري نیولی، په غرېو نيولي غږ او په اوښکلنو سترګو د ورک شوي زوی د مړی او ژوندي پيدا کېدو غوښتنه کوي.

د غلام حضرت پلار وايي: « آخري خاطره دا وه چې ما ورته اجازه نه ورکوله، بیا ټولو ما ته مخ را واړوه چې اجازه ورکړه لاړ شي، ځکه نور ځوانان ځي دی دې هم لاړ شي. تر ما پورې ټول ځورېږي، په ټولو ډېر ګران و، ډېر ښه اخلاقي وړکی و.»

مور يې چې تر نورو ډېر د غلام حضرت د ورکېدو غم ګالي وايي، زوی يې د اقتصادي ستونزو له امله اړ شو چې په قاچاقې لارو ترکيې او بيا اروپا ته لاړ شي، خو د ناڅرګند راتګ په تمه يې هره شپه سبا او سبا شپه کوي.

د غلام حضرت مور وايي: « هر وخت را یادېږي، که بېرته راغی واده ورته کوم؛ شپه ورځ یې په فکر کې یم. هره شېبه را یادېږی، شپه او ورځ د چې تېرېږي. زما غوښتنه دا ده چې بچی مې راته پیدا کړي.»

باور دا دی چې د جګړو او اقتصادي ناورینونو له امله بهر ته په ناقانونه لارو د تلونکو مړو او ورکو شویو کسانو شمېر ښایي له دې هم لوړې وي.

 دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په ډېرو برخو کې سیاسي، اقتصادي او اقلیمي ناورینونو د اجباري کډوالۍ پراخه څپه رامنځته کړې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist