Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سوداګرۍ او پانګونې خونه: کراچۍ او واګه بندرونو کې د افغان سوداګرو ۲۰۰ کانټینره ایسار دي

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: کراچۍ او واګه بندرونو کې د افغان سوداګرو ۲۰۰ کانټینره ایسار دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/30

د اپریل پر ۲۲ مه نېټه د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د ۲۶ سیلانیانو د وژل کېدو پېښه رامنځته شوه چې له دې پېښې وروسته د هند او پاکستان ترمنځ هر اړخیزې اړیکې کړکېچنې شوې.

له دې کړکېچ وروسته پاکستان د هند پر ټولو هغو سوداګریزو راکړو ورکړو بندیز ولګاوه چې د پاکستان له لارې یې له نورو هېوادونو سره درلودل.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د پاکستان په واګې او کراچۍ بندرونو کې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګريز توکي د پاکستان له لوري ایسار شوي چې په خبره یې که دغه لړۍ دوام وکړي، سوداګرو ته به میلیونونه ډالر زیان واوړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي: « زموږ د صادراتو له ۲۰۰ تر ۲۵۰ کانټینرونه ولاړ دي، یا په واګه کې دي یا هم په لارو او له بندرونو راتېر شوي دي. همدارنګه له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ کانټیرونو هم له د وارداتو کانټینرونه هلته ولاړ دي. که چېرې نن سبا اقدام وشي، موږ ته به ډېر زیان ونه رسېږي، خو که چېرې له اوو ورځو اضافه کېږي، د ورځې په هر کانټینر ډېمرېج او توقف راځي، سره له دې چې مال هم خرابېږي او مارکېټ ته نه رسېږي او زه باور لرم چې میلیونونه ډالر به د افغانستان سوداګرو ته زیان ورسيږي.»

په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي، په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال د افغانستان او هند ترمنځ د ۸۹۰ میلیونو ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې چې له ډلې يې ۶۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات او د پاتې ۲۶۳ میلیونو په ارزښت واردات دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې له هندوستان سره د افغانستان سوداګري د ۸۹۰ میلیونو ډالرو په ارزښت وه چې له دې ډلې ۶۲۷ میلیونه یې صادرات او ۲۶۳ میلیونه یې واردات وو. د افغانستان په اکثریت صادراتي توکو کې وچ انځر، اینجه او د اینجې تخم، زعفراڼ، ممیز، شنه ځیره او بادام شامل دي. دغه راز په وارداتي توکو کې بوره، د صنعتي فابریکو اومه مواد، د کتان منسوجات، د موټرو پرزې، ماشین آلات او جامې شامل دي.»

بله خوا، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان له هند سره په سوداګرۍ کې د صادراتو زیاتوالی د اقتصادي پرمختګ لپاره هیله بښونکی خبر بولي او زیاتوي، سرپرست حکومت دې له هېوادونو سره د صادراتو او وارداتو توازن په پام کې ونيسي.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « په حقیقت کې لګښتونه راټیټوي، کرایه کموي، ګمرکونه صفر کوي او په ټولیزه توګه افغانستان هڅوي چې د افغانستان توکي هندي بازارونو ته یوسي، دا هرڅه د هند او پاکستان ترمنځ له یوه ستر رقابت  سرچینه اخلي او دا چې افغانستان یو سنتي بازار دی، ځکه چې بیا هم یو سیمه ییز رقابت او هغه سیاسي او امنیتي سټراټیژيک تعریفونه دي چې هندیان یې د افغانستان په اړه لري. افغانستان باید په دې اړه ډېر احتیاط وکړي او باید د هند او پاکستان ترمنځ له تدبیر ډکه لوبه وکړي او په حقیقت کې دغه مقطعي حرکتونه په منځنیو او اوږدمهاله حرکتونه په مقطعي توګه مدیریت کړي.»

افغانستان له نورو هېوادونو سره تېر کال د ۱۲ میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات او واردات درلودل چې له دې ډلې ۱.۸ میلیارد ډالره صادرات او او څه باندې ۱۰ میلیارد ډالر یې واردات وو.

له دې سره، د صادراتو کچې لوړونې په موخه سوداګرو په ځلونو له اسلامي امارت غوښتي چې دغه کچه له وارداتو سره متوازن حالت ته راولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist