د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې) اوچا( عمومي ریيس ټام فلېچر د اووه ورځني سفر په موخه کابل ته راغلی او د سرپرست حکومت له چارواکو سره د لیدنو پر دوام یې د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره ليدلي.
حنفي په دې لیدنه کې له پاکستانه پر زور د افغان کډوالو ايستل د نړيوالو او ښه ګاونډيتوب اصولو خلاف عمل بللی او دوام يې د کابل او اسلام اباد د اړيکو پر زيان ګڼلی.
د نوموړي په خبره، سرپرست حکومت د پاکستان په شمول له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر اصل ولاړو مثبتو اړيکو پلوی دی او له نورو هم ورته هيله لري.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د دې لیدنې په اړه وايي: « محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو مننه وکړه او وې ویل، اسلامي امارت د امنیت د تامین، د خلکو د ستونزو رفع کولو او اقتصادي ودې لپاره هڅې کوي. نوموړي له ګاونډیو هېوادونو د افغان مهاجرینو ایستلو پروسه د ګاونډیتوب اصولو او بین المللي قوانینو سره په تضاد کې وګڼله او وې ویل، دغه کار په دوه اړخیزو اړیکو منفي اغېز کړی او هیله ده ملګرو ملتونو سازمان په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي. د ریاست الوزرا اداري مرستیال همدارنګه وویل، د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د نېکو، پر متقابل درناوي ولاړو او اقتصاد محوره اړیکو غوښتونکی دی.»
په ورته مهال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې عمومي ریيس افغانان په اوس کې جدي لاسنيوي ته اړ ياد کړي او د ملګرو ملتونو له لوري يې ورسره د همکاريو ډاډ ورکړی.
که څه هم په روانې اپریل میاشت کې د پاکستان بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار کابل ته د سفر پرمهال د کډوالو پر وړاندې د نرمښت ژمنه کړې وه، خو په خيبرپښتونخوا او ياد هېواد کې مېشت افغان کډوال وایي، د پوليسو چلن ورسره نه دا چې ښه شوی نه دی، بلکې لا سخت شوی.
په پاکستان کې دېره افغان کډوال مجاهد شينواری وايي: « له بلې خوا د پاکستان وزیر داخله وايي چې په دې وخت کې توصیې نه کېږي او په دې خاطر افغان مهاجرین په تشویش کې دي. دا مهال په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د نیولو او ایستلو لړۍ په موقت ډول بنده شوې ده.»
د سیاسي چارو شنونکي او د کډوالو د حقونو مدافعان له افغان کډوالو سره د پاکستان چلن دستوري بولي او باور یې دا دی چې پر افغانستان يې د فشار راوړلو لپاره کاروي.
دوی په دې اړه معقولې حل لارې ته د رسېدو لپاره د دواړو خواوو ترمنځ د مذاکراتو وړانديز کوي.
د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي: « نړیواله ټولنه باید د ډېپلوماټیک فشار او حقوقي کړنلارو په کارولو او په ځانګړې توګه په زور د بېرته نه ګرځولو اصل پر بنسټ، د افغان کډوالو عادلانه او خپل خوښه بېرته راتګ تضمین کړي.»
د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « سره له دې چې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وشوې، خو ستونزه لاهم د سیاسي باور نه شتون او نړیوالو همکاریو کمښت له امله حل شوې نه ده. د حل لپاره باید سیمه ییز تفاهم، عملي اقدامات او د کډوالو د حقونو تضمین اړین دي.»
د راپورونو له مخې، يوازې د دوشنبې په ورځ د تورخم له لارې ۱۵۴۱ او د انګور اډې له لارې ۳۴ افغانان په جبري توګه له خيبرپښتونخوا او پاکستان را ایستل شوي دي.
څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان هم وویل، د روانې اپریل میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستان او ایران څه باندې ۱۳۰ زره افغان کډوال را ایستل شوي دي.