• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالباقي حقاني: که عصري علم ونه لرو له ځانه دفاع نه شو کولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/29

د ازموینو ملي ادارې سرپرست د ثور اتمې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د خبرو پرمهال عصري زده کړو ته پر زیاتې پاملرنې ټینګار کړی.

حقاني د افغانانو تقوا او زړورتیا تر نورو ښه یاده کړې، خو وايي د عصري زده کړو په برخه کې د نورو هېوادونو په پرتله وروسته پاتې او کمزوري دي.

نوموړي همدا راز د تېرو ښکېلاکونو پرمهال د افغانانو مبارزه هم د نورو هېوادونو پرتله ځکه کمزورې بللې چې په خبره یې عصري وسایل يې نه درلودل.

حقاني زیاته کړې: « سیالي او مقابله په دوو شیانو روانه ده، یوه سیالي او مقابله په عصري علومو ده؛ څومره طاقتونه چې زموږ هېواد ته راغلي، دا په عصري علومو کې له نورو وړاندې وو. دغو خلکو د عصري علومو په نتیجه کې داسې وسایل جوړ کړي چې له افغانانو سره نه شته، افغانان له ځانه دفاع نه شي کولی. که انګرېزان وو، که روسان یا امریکایان دي، د عصري علومو په ډګر کې له نورو مخکې دي. دوی چې کوم عصري وسایل جوړ کړي، دا له مسلمانانو سره نه شته. که تاسو وګورئ مسلمانان په ټوله نړۍ کې مظلومانه وخت تېروي. علت دا دی چې موږ په عصري میدان کې کمزوري یو، زموږ وسایل د دې نه وو چې موږ د اشغالګرو دفاع وکړو، د خپل ولس ساتنه وکړو او د سرحدونو دفاع وکړو او د اشغالګرو مخه ونیسو.»

اخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست بیا  دغو مراسمو ته خبرو کې وايي، په افغانستان کې پردۍ عقیدې او نظریې بریا ته نه شي رسېدای.

خیرالله خیرخواه زياته کړې، لا هم ځینې کسان د پردیو نظریو د پلي کولو هڅې کوي؛ خو په خبره یې دا کوښښونه یې یوه ناکامه تجربه او بې ځایه هڅې دي.

د خیرخوا په خبره، د تېرو نظامونو او چارواکو د پرځېدو لامل قوم ‌پالنه، ژب ‌پالنه، قدرت طلبي او تنظیم پرستي وه، خو د اسلامي امارت چارواکي باید له دغو کړنو ځان او ملت دواړه وساتي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist