• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هند په افغانستان کې د خپلو نیمګړو پروژو د بېرته پیلولو ډاډ ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/28

د هند بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان څانګې ‏رییس انند پرکاش د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سره ‏کتلي.‏

متقي د دې کتنې پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډېپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو پر ‏پراختیا ټینګار کړی او څرګنده کړې یې ده چې په افغانستان کې اوسمهال د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي او هندي پانګوال هم ترې ګټه اخیستی شي.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيا وياند ضيا احمد تکل وايي: « د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو تر منځ د ډېپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې افغانستان کې اوس مهال د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر دي او هندي پانګوال دې له دغه فرصتونو په استفادې په افغانستان کې پانګونه وکړي.»

امیرخان متقي په دې لیدنه کې دا هم ويلي، د افغانستان او هند ترمنځ د خلکو تګ راتګ او ‏‎د سوداګرو په شمول دې ناروغانو او محصلینو ته د ویزو په ورکړه کې ‏اسانتیاوې رامنځته شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په دې اړه وايي: « د بهرنیو چارو وزیر همدا راز وویل، د افغانستان او هند تر منځ د خلکو تګ راتګ په برخه کې باید اسانتیاوې رامنځته شي او د سوداګرو په شمول دې ناروغانو او محصلینو ته د ویزو ورکړه عادي حالت ته راوګرځول شي.»

د بهرنیو چارو وزارت له اعلامیې سره سم، د هند استازي په دې کتنه کې پر زيربنايي پروژو د خپل هېواد د پانګونې ډاډ ورکړی او زياته کړې يې ده چې هېواد یې غواړي د هغو پروژو کارونه بېرته پيل کړي چې له مودې راهیسې نيمګړې پاتې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist