• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونه: نړیواله ټولنه دې له افغان کډوالو د ملاتړ لپاره هڅې ګړندۍ کړي

ملګرو ملتونه: نړیواله ټولنه دې له افغان کډوالو د ملاتړ لپاره هڅې ګړندۍ کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/28

د ژغورنې نړيوالې کمېټې(آی.سي.آر.سي) د مالوماتو له مخې، يوازې د تورخم پڼدغالي ته په ورځني ډول له ۴ تر ۵ زره افغانان له پاکستان را اړول کېږي چې د يادې کمېټې په خبره، په پنډغالي کې د خدمتونو کمښت او د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله، ستونزو سره مخ دي.

د هندوستان شفقانه ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ چارواکو له قوله ويلي، په رضاکارانه توګه افغانستان ته د دغو کډوالو ستنېدو لپاره د شرايطو برابرول مهم دي او له همدې کبله يې له نړيوالې تولنې غوښتي چې د کډوالو ملاتړ لپاره خپلې هڅې لا چټکې کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سترې کمېشنرۍ عملیاتي مرستیال رووف مازو ویلي: « نړیواله ټولنه باید د اوږدمهاله بې ځایه کېدو د وضعیت کنټرولولو لپاره نوي مشارکتونه رامنځته کړي او نوې لارې چارې غوره کړي. افغانستان ته د بېرته ستنېدو شرایطو برابرول ضروري دي، ترڅو په راتلونکي کې د افغان کډوالو د دوامدارو او رضاکارانه ستنېدو زمینه برابره شي.»

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي پر پاکستان نیوکه کوي چې تل یې د افغان کډوالو حقونه نقض کړي او هڅه یې کړې چې د کډوالۍ په برخه کې د نړیوالو قوانینو خلاف عمل وکړي.

د سياسي چارو شنونکی ابو الحسن صالحي وايي: « په پاکستان کې شته افغان مهاجران له هر پلوه بد وضعیت کې دي او هره ورځ یې ستونزې نورې هم ډېریږي. نړیواله ټولنه باید په پاکستان کې د افغان مهاجرو وضعیت ته خپله پاملرنه ډېره کړي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ستر کمېشنر غوښتنو ته توجه وکړي، غوښتنې یې ومني او هغه پناه غوښتونکي باید درېیمو هېوادونو ته ولېږدول چې په پاکستان کې منتظر دي.»

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « د نړیوالو قوانینو پر بنیاد باید پاکستان یو بل هېواد مهاجر په زور ونه باسي، خو پاکستان دغه کار کوي او زرګونه مهاجر یې له خپلې خاورې افغانستان ته واستول. دوی نه یوازې مهاجر و ایستل بلکې د هغوی شتمنۍ یې هم ترې وګرځولې. ملګري ملتونه او د کډوالو نړیوال سازمان ژمن دی چې باید د دوی لپاره یوه حل لاره پیدا کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه راستانه کړای شوي ډېری افغانان د کډوالو په پنډغالو کې اوسېږي او سرپرست حکومت هڅه کوي چې د ثبت او راجسټر اړوند پړاوونو له طی کولو وروسته يې خپلو مېنو ته د مېشتېدنې په موخه ولېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي
افغانستان

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو
افغانستان

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي
افغانستان

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist