• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت: کابل کې دوه تنه د کوډو په تور نیول شوي

امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت: کابل کې دوه تنه د کوډو په تور نیول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/28

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو دوه تنه د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې له اړوند سیمې د اسنادو او شواهدو پر بنسټ د کوډو، جادو او سحر په تور نیولي دي.

دوی اعتراف کړی چې له شاوخوا ۱۰ کلونو راهیسې پر دې کار بوخت وو او له همدې لارې یې ډېرې پیسې ترلاسه کړې دي.

دوی په خپلو اعترافونو کې کوډې او جادو یو ناوړه او ناروا عمل بولي او له نورو غواړي چې له دغه عمله لاس واخلي.

یو تن نیول شوی کوډګر وايي: « له دوه او درې تر شلو زرو افغانیو مې اخیستې، خو ډېر خلک یې نه ورکوي. کوډګر باید دا کار ونه کړي، باید له خدایه وډار شي، دا ډېر بد کار دی.» 

ورته مهال نیول شوي کسان له جادوګرۍ پرته د اخلاقي فساد په تور هم تورن دي، خو اوس د پښېمانۍ څرګندولو ترڅنګ جادوګري یو ناوړه عمل بولي او زیاتوي چې له خپل دغه عمله پښېمانه دي او ژمنه کوي چې نور به دا عمل نه ترسره کوي.

یو بل نیول شوی کوډګر وايي: « زه له خپل کړي کار او کردار پښېمانه یم، زر ځله پښېمانه یم. ژمنه کوم چې نور به په خپل ټول عمر کې دا کار ونه کړم، که بیا مو زه په دې کار ولیدم، هر سزا چې راکوئ، منم یې.»

په ورته وخت کې یو شمېر دیني عالمان کوډګري او سحر د شریعت او اسلامي احکامو له مخې حرام بولي او زیاتوي، دا کار نه یوازې د خرافاتو او انحرافاتو د خپرېدو لامل کېږي، بلکې د سترو ګناهونو له ډلې هم شمېرل کېږي.

دیني عالمان او عام خلک له سرپرست حکومته غواړي چې د دې ناوړه پدیدې مخه ونیسي.

دیني عالم شیخ عبدالباري مدني وايي: « د رسول الله(ص) له احادیثو ښکاري چې سحر او جادو په اسلام کې مطلق حرام دي او د جمهورو علماوو په اند د دې عمل ترسره کوونکی د اسلام له دایرې وتلی او له ایمان خلاص دی. د دې مانا دا ده چې د چا په وجود کې یوه زره ایمان هم وي، د هغه کوډې او سحر اغېز نه کوي. دا کبیره ګناه ده، له شرک سره برابر او حرام کار دی. د وخت حکومتونه مکلف دي چې ساحران ونیسي، بندي یې کړي او سزا ورکړي.»

محصل خالد رحماني وايي: « د جامعې د ساتنې لپاره یوه غوره لاره دا ده چې له دې شومې پدیدې مخه ونیول شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د کوډو او جادوګرۍ فعالیتونه په ټول هېواد کې منع کړي او په دې موده کې یې له زرو زیات کسان د دې عمل په تور نیولي هم دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي
افغانستان

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو
افغانستان

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي
افغانستان

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist