• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت: د غويي ۷ مې کودتا استعمار ته زمینه برابره کړه

اسلامي امارت: د غويي ۷ مې کودتا استعمار ته زمینه برابره کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/28

د غويي (ثور) ۷ مه د خلق ديموکراتیک ګوند پر مشرۍ پوځي کودتا له ۴۷مې کلیزې سره برابره ده.

پوره ۴۷ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال پر ۷مه نېټه، خلق دیموکراتیک ګوند د وخت حکومت پر وړاندې پوځي کودتا وکړه او په پایله کې یې د افغانستان د جمهوري نظام بنسټګر او لومړنی جمهور رییس سردار محمد داوود خان د کورنۍ له ۱۸ غړیو سره یو ځای ووژل شو.

که څه هم دغې کودتا پوځي بڼه درلوده او د ولسمشر په ګډون په کې سلګونه کسان ووژل شول، خو د خلق دیموکراتیک ګوند پلویان او د رهبرۍ غړي ورته د يوه بريالي انقلاب نوم ورکوي.

د خلق دیموکراتیک ګوند د بهرنیو چارو وزیر حفیظ‌‌‌ الله امین له کودتا وروسته وايي: « زه ډېر متاسف یم چې تاسې ورته کودتا وایئ. دا کودتا نه بلکې یو انقلاب و چې د خلکو له غوښتنې سره سم پیل او د خلق دیموکراتیک ګوند له لوري رهبري شو. دا انقلاب په رڼا ورځ، دقیق پلان او مدیریت شوې بڼه د دولت پر وړاندې پیل شو. زه دې ورځې ته د کودتا نوم له ورکړې سره مخالف یم؛ دا یو انقلاب و.»

له کودتا د څو کلونو په تېرېدو سره نور محمد ترکي او حفیظ الله امین په پرله پسې ډول د شاوخوا یو نیم کلنې دورې لپاره د افغانستان د نویو واکمنانو په څېره کې راڅرګند او ناببره له صحنې لرې شول او ورسره د خلق دیموکراتیک ګوند هم پر دوو څانګو ووېشل شو.

د ترکي او امین په ګډون د ګوند مهمو غړیو ترمنځ ژور اختلافات، افغانستان ته د شوروي اتحاد پښه راکاږله چې د ۱۳۵۸هجري لمریز کال په مرغومي میاشت کې د تاج بیګ په ماڼۍ کې د حفیظ الله امین له وژلو وروسته، د ببرک کارمل پر مشرۍ د خلق ديموکراتیک ګوند انشعابي کتله چې پرچم بلل کېده، د شوروي اتحاد ځواکونو په ملاتړ واک ته ورسېده.

د خلق دیموکراتیک ګوند غړی غلام حضرت احساس وايي: « د نظام په داخل کې ځینې کسان وو چې د شوروي له استخباراتو سره تړلي وو او د شورویانو په لمسون یې د نظام په داخل کې ورانکاري وکړه. دوی غوښتل نظام او انقلاب بدنامه کړي، د شوروي مداخلې ته لاره پرانیزي او بیا د شوروي ګوډاګیان واک ته ورسوي. دا عمل ترسره شو او د دوی د ځینو ناروا کارونو او ظلمونو له امله زموږ ولس وځورېده.»

سرپرست حکومت بيا په یوه اعلامیه کې دغه ورځ غندلې او ویلي يې دي چې د ثور کودتا د عامو افغانانو پر حریم د تېري ترڅنګ د شوروي اتحاد په وسیله د هېواد یرغل ته زمینه برابره کړه.

په اعلامیه کې د خلق دیموکراتیک ګوند او پخواني شوروي اتحاد ځواکونو پر وړاندې د افغانانو پاڅون ستایل شوی، خو تر هغې وروسته د جهادي ډلو له لوري په هېواد کې د تنظیمي جګړو او خپلمنځي اختلافاتو پیل د افغانانو د هیلو د بربادۍ په توګه یاد شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « له نن پوره ۴۷ کلونه وړاندې د ثور پر ۷مه (۱۳۵۷ لمريزکال) د کمونيزم د لښکرو له خوا د وخت د حکومت پر ضد نظامي کودتا وشوه او د يو غيور مسلمان ملت پر حريم د کمونیستي تېري لپاره زمینه مساعده شوه. دا کار د دې لپاره وشو چې د افغانستان خاوره خپله مستعمره او خلک يې د ځان غلامان وګرځوي او خپله کمونيستي مفکوره پرې تحميل کړي؛ خو د افغانستان مجاهدو او ازادۍ غوښتونکو مسلمانانو په تش لاس د شلمې پېړۍ د شوروي استعمار خوب رښتيا کېدو ته پرې نه ښود.»

د سیاسي چارو شنونکي او اکثریت عام افغانان هم د خلق ګوند له لوري چې د پخواني شوروي اتحاد سره یې نږدې اړیکې لرلې، دغه ورځ د افغانستان د بدبختۍ پیلامه او د هېواد په معاصر تاریخ کې توره ورځ ګڼي.

اوس پوښتنه دا ده چې افغانان باید له تېر تاریخ څه ډول درس واخلي؟

د سیاسي چارو شنونکی ګل‌ اغا حسني وايي: « دا هغه ورځ وه چې په کې د افغانستان د تباهۍ تهداب کېښودل شو، د افغانانو د کډوالۍ تهداب کېښودل شو، روسانو ته د راتګ زمینه برابره شوه، د اصلي افغانانو د مرګ ژوبلې او رد کولو تهداب کېښودل شول. دا هغه ورځ وه چې د افغانانو د خوښې خلاف یوه کودتا وشوه.»

د پوځي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « د ثور د مسلحانه قیام څخه عبرت دا دی چې موږ نه باید په زور د قدرت ترلاسه کولو هڅه وکړو. په زور قدرت ترلاسه کول ټولنه جګړې، وېش، نفاق او بد مرغیو ته بیايي.»      

د ۱۳۵۷ کال د ثور اوومه د افغانستان په معاصر تاریخ کې د هغو ورځو له ډلې ګڼل کېږي چې عامو افغانانو ته د بدو ورځو خاطرې ور په زړه کوي.

 هغه ترخه یادونه چې له ۴۷کلونو وروسته هر کال د دې ورځې له را رسېدو سره تازه کېږي او د افغانانو په اذهانو کې بیا بیا را ژوندي کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي
افغانستان

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو
افغانستان

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي
افغانستان

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist