• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
منځني ختیځ انسټېټیوټ: زرګونه افغان کډوال له امریکا د ایستل کېدو ګواښ سره مخ دي

منځني ختیځ انسټېټیوټ: زرګونه افغان کډوال له امریکا د ایستل کېدو ګواښ سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/27

منځني ختیځ انسټېټیوټ د یو تحلیل په خپرولو سره په امریکا کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

په تحلیل کې راغلي، د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له اګسټ تر دې دمه شاوخوا ۱۸۰ زره افغانان امريکا ته داخل شوي؛ ځینو ته ځانګړې مهاجرتي وېزې ورکړل شو  چې د دايمي استوګنې لار یې ورته پرانيستې، خو ځینې نور بیا د لنډمهالې خوندي وضعې له لارې په دغه هېواد کې اوسي.

د امریکا کورنیو چارو وزارت د دغو کډوالو ایستل د امریکا ملي امنیت لپاره یو اړین ګام بللی او په خبره یې چې شاوخوا ۹زره افغان کډوال باید بېرته افغانستان ته ستانه شي. 

د منځني ختیځ انسټېټیوټ زیاته کړې:« افغانانو او د نورو هېوادونو کډوالو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ناوړه ګټه اخیستې ده. شاوخوا ۹زره افغان کډوالو لپاره د ټي.پي.اېس وضع پای ته رسېږي؛ ځکه چې افغانستان نور د لنډمهاله خوندیتوب وضعي قانوني شرایط نه پوره کوي. دغو کسانو ته د مې تر ۲۰مې نېټې پورې په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته د تللو وخت ورکړل شوی.»

د ۲۰۲۵ کال تر پیله شاوخوا ۱۱۰زره افغانان په افغانستان او ۹۰ زره نور په درېیمو هېوادونو کې، د وېزې یا بيا مېشتېدو په انتظار وو؛ خو ټرمپ په جنورۍ کې واک ته له رسېدو سره د افغانانو د بيا مېشتېدو پروګرام د يوه اجرایوي فرمان له لارې وځنډاوه او مستحق کسان يې په قانوني بې برخليکۍ کې پرېښودل.

د سیاسي چارو شنونکي د امریکا له لوري د افغان کډوالو په اړه وروستی اقدام د اندېښنې وړ بولي او په خبره یې چې دا به په افغانستان کې پر اقتصاد او ټولنیز ژوند مستقیمې اغېزې ولري.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« کډوال چې له امریکا یا غربي هېوادونو افغانستان ته راځي، د هغوی لپاره یا په ټوله کې د ټولو کډوالو لپاره لویه ستونزه د هغوی د اولادونو د روزنې او ښوونې مساله ده. که چېرې افغان کډوال له امریکا راځي، د تعلیم په برخه کې، د اقتصاد په برخه کې دغه ستونزې به په افغانستان کې نورې هم زیاتې شي »

د ښځو حقونو مدافعانې هم د دغې پرېکړې پایله د افغان کډوالو د ورځنیو چارو، زده‌کړو او ټولنیز ژوند ننګونه بولي او له امریکا غواړي چې د یادو کډوالو ستونزو ته پام وکړي.

د منځني ختیځ انسټېټېوټ له لوري په خپور شوي تحلیل کې همدا راز راغلي چې امریکا يو ځل بيا د افغان ولس پر وړاندې خپله ژمنه ماتوي او د هغو افغان کډوالو ایستل چې تر دې دمه خوندي ګڼل کېدل، د يوه داسې ملت لپاره سخت خبر بلل شوی چې له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې یې ډېر کړاوونه تېر کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي
افغانستان

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو
افغانستان

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي
افغانستان

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist