د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري اخراج او ځورونې لړۍ پر دوام، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو سترې کمیشنرۍ د راستنیدونکو افغانانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې.
دغه سازمان ويلي، د راستنېدنکو کډوالو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر بشري وضعيت اندېښمن دي.
د يو.اېن.اېچ.سي.آر د مالوماتو پر بنسټ، د روان ۲۰۲۵ کال د اپریل له پیل راهیسې شاوخوا ۱۲۰ زره افغان کډوال له پاکستانه ايستل شوي دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ رییس عرفات جمال وايي: « د زیان منونکو وضعیت او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعيت، د اندیښنې وړ دی. د ملګرو ملتونو ستره کمیشنري په سیمه کې ده، موږ له خپلو شریکانو سره کار کوو ترڅو بېړنۍ مرستې چمتو کړو، خو په عین حال کې د بودیجې د جدي کمښت له امله نورو مرستو ته اړتیا ده. په راتلونکو ورځو او اونیو کې د دې بحران سره د مقابلې لپاره د سازمانونو ملاتړ به حیاتي پايلې ولري.»
په ورته وخت کې، له پاکستانه په جبر ايستل شوي افغان کډوال وايي، پاکستاني پوليسو اجازه نه ده ورکړې چې د کور وسايل او شمتنۍ هېواد ته را انتقال کړي.
دوي له سرپرست حکومته غواړي چې د لومړنيو اساسي اړتياو پوره کولو په برخه کې دې ورسره همکاري وکړي.
له پاکستانه په جبر ايستل شوی افغان وايي: « موږ دوی ته وویل چې غواړو په خپله لاړو شو، خو له موږ سره د کورنۍ غړي او توکي پرېږدئ، دوی دغه کار ونه کړ.»
له پاکستانه په جبر یو بل را ایستل شوی افغان وايي: «زموږ په کور یې چاپه ووهله، د شپې له خوا یې را اوچت کړلو او د کور ټول سامان هلته پاتې دی. اوس له موږ د خپل سامان په بدل کې پيسې غواړي. له حکومت غوښتنه کوو چې زموږ او زموږ د سامان پوښتنه د وکړي.»
بله خوا د کډوالو د حقونو یو شمېر مدافعین هم د افغان کډوالو جبري ایستنې لړۍ خواشينونکې بولي او له نړيوالو سازمانو غواړي چې له افغان کډوالو سره خپلې مرستې دومداره کړي.
د سیاسي چارو شنونکی ګلاخان بهادري وايي: « دوی د ژوند د لومړنیو امکاناتو او سرپناه په لټه کې دي. له بلې خوا د خوراکي توکو او روغتیايي خدماتو نه شتون د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کړی. له بلې خوا، په هېواد کې هوا هم په تودېدو ده او له دې سره به د دوی ژوند نور هم سخت شي. اوسني مسوولین، نړیوال بنسټونه او مرستندویه ادارې باید د دغو کډوالو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او له دوی سره بېړنۍ بشري مرستې ترسره شي.»
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د روانې اپریل مياشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د افغان کډوالو د جبري ايستلو لړۍ پیل کړه.
که څه هم سرپرست حکومت او نړیوالو سازمانونو د دې پرېکړې د غندنې ترڅنګ د دې لړۍ د درېدو غوښتنه کړې، خو تر اوسه اسلام اباد د دې پريکړې د بدلون په اړه کوم ګام نه دی پورته کړی.
تازه یو شمېر پاکستاني ورځپاڼو د دې هېواد په کورنیو چارو کې د دولت وزیر طلال چوهدري په حواله راپور ورکړی چې پاکستان په دې هېواد کې د راجسټر شویو افغان کډوالو یا پي.او.آر کارت لرونکو افغان کډوالو لپاره ټاکل شوې نېټه د راتلونکي جون مياشتې تر پایه غځولې ده.