افغانستان د نړۍ پر کچه یو له هغو هېوادونو دی چې د ماینونو او ناچاوده توکو له ګواښ سره مخ دی او د دغو ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنو له امله هرکال سلګونه افغانانو او په ځانګړې توګه ماشومانو ته مرګ ژوبله اړوي.
د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ چارو رییس قاري نورالدین رستم خېل شمشاد سره مرکه کې ویلي، افغانستان لاهم د
رستم خېل په دې اړه وايي: « له هغې وروسته دلته هره میاشت له ۵۰ تر ۶۰ پورې افغانان د ماینونو او ناچاوده توکو قرباني کېږي. دا د افغانستان د ولس او خلکو لپاره یو جدي ګواښ دی. خو الحمدالله د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول افغانستان کې ۶۰۰ کیلومټره مربع ساحه د ماینونو او ناچاوده توکو له ګواښ پاکه شوې.»
نورالدین رستم خېل زیاتوي، په افغانستان د اسلامي امارت بیا ځلې واکمنېدو وروسته د همغږو موسسو په همکارۍ يې ۶۰۰ کیلومتره مربع ځمکه د ماین او ناچاودو توکو له ګواښ پاکه کړې، خو لاهم د هېواد شاوخوا۱۱۵۰ کیلومتره مربع خاوره په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه ده.
د نوموي په خبره، د بودیجې د کمښت له امله ډېری ماین پاکوونکي تنقیص او له دندو لرې شوي، حال دا چې هر کال ۵۰ میلیونه ډالرو بودیجې ته جدي اړتیا ده.
د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ رییس په دې اړه وايي: « د بودیجې کمښت له امله د ماین پاکولو ډېری مسلکي پرسونل تنقیص شوی، ځکه بودیجه نه لرو او دا یوه لویه ستونزه ده. موږ هر کال د ماین پاکولو د ټولو برخو لپاره تر ۵۰ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لرو.»
د پوځي چارو کارپوهان وایي، په هېواد کې یو شمېر چاودېدونکي توکي د امریکا، روسیې، ناټو او انګرېزي ځواکونو پاتې شوي مهمات دي.
دوی دغه هېوادونه ملکف ګڼي چې په افغانستان کې د ماين له خطر سره مخامخ سيمو په پاکولو کې خپلې مرستې سياسي نه کړي.
د اومر موسسې د ماین پاکۍ پرواګرم مدیر فضل رحیم رحیمي له ملګرو ملتونه او نړۍ غواړي چې د ناچاوده توکو د خطرونو مخنيوي لپاره خپلې مرستې زياتې کړي.
رحیمي زیاته کړې:« موږ پر نړیوالو غږ کوو چې د افغانستان د ماین پاکولو پروګرام له سیاست لرې وساتي او خپل مالي ملاتړ لا قوي کړي؛ څو دغه ۱۱۵۰ کیلو مټره ساحه چې پاتې ده، په دې فرصت کې پاکه شي؛ ځکه اوس د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې امنیت شته او د ماین پاکۍ لپاره بهترین فرصت دی. خو له بدغه مرغه باید ووایم چې موسسې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»
د پوځي چارو کارپوه محمد صادق شینواری وايي: « موږ د نړیوالو غوږونو ته دا رسوو چې دلته کوم ۴۲ هېوادونه راغلي وو، د ماینونو او ناچاوده توکو ډېره برخه د همدغو هېوادونو ده. دوی باید د دې په پاکولو کې مرسته وکړي. همدا اوس د افغانستان ۱ زر ۱۶۷ کیلومټره کم یا زیات مربع ځمکه په ماینونو فرش ده او هر کیلومټر یې ډېر زیات تلفات لري.»
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د مالوماتو له مخې، افغانستان کې تېر زېږیز کال د ماینونو او نورو ناچاودو توکو د چاودنو له امله ۴۳۴ ماشومانو په ګډون څه باندې ۵۶۰ کسان ژوند له لاسه ورکړی.