پاکستاني چارواکو په لومړي ځل اعتراف وکړ چې له تېرو درېیو لسیزو راهیسې یې له ترهګریزو سازمانونو ملاتړ کړی.
د دې هېواد دفاع وزیر خواجه آصف له سکای نیوز بریټانوي ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې منلې چې د پاکستان تېرو حکومتونو په یاده موده کې د امریکا او بریټانیا په ګډون د لوېدیځ په خوښه او غوښتنه د ترهګرو ډلو ملاتړ کړی.
آصف دغه کار ناپاک عمل او د پاکستان تېروتنه بللې چې په وینا یې پاکستان په خپله هم ترې زیان لیدلی.
آصف په دې اړه ویلي: « موږ دغه ناپاک کار له تېرو درېیو لسیزو راهیسې د امریکا، لوېدیځ او بریټاینا لپاره کړی. دا زموږ تېروتنه وه چې ترې اغېزمن شوي هم یو.»
د پاکستان دفاع وزیر په دې مرکه کې دا هم ویلي چې پاکستان د شوروي اتحاد او له هغې را وروسته د سپټمبر نهمې او یوولسمې پېښو پسې د امریکا او لوېدیځ پر ګټه جګړه کړې.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، پاکستان له خپل ایجاد راهیسې د نړیوالو شریکانو پر ګټه او نیابت په سیمه کې د پروژوي هېواد په توګه راڅرګند شوی او تل یې له دې لارې په سیمه کې ترهګرۍ پراخه کړې ده.
د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « دا یو څرګند حقیقت دی، اوس ټول په دې پوهېږي چې پاکستان او امریکا په تېرو ۴۰ کالو کې پر ګډه په سیمه کې مذهبي افراطیان تقویه کړي او د خلکو پر ضد یې کارولي دي. اوس همدا مذهبي افراطیان د پاکستان او نورو لپاره بلا ګرځېدلي دي.»
د سیاسي چارو شنونکي او د نظر خاوندان وايي، د پاکستان دفاع وزیر دغه اعتراف دا ثابتوي چې په سیمه کې د هر ډول ترهګریزو فعالیتو ریښې له همدې ځایه سرچینه اخلي.
د دې ترڅنګ د دغو لوړپوړو پاکستان چارواکو اعترافات د پاکستاني سټبلېشمنټ هغه ادعاوې او تورونه هم ردوي چې وايي، افغانستان وسله والو ډلو ته د پټنځای ورکړی او دغه ډلې له ډیورنډ فرضي کرښې ها خوا په پاکستان کې پوځي اهداف پر نښه کوي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « پاکستان د همدې هدف لپاره جوړ شوی، دوی تل ترهګر روزي او په سیمه کې د جګړې لپاره پروژې اخلي. دا څرګندونې اوس کومه ګټه نه لري، خو د پاکستان دا ادعا نوره پای ته رسوي چې وايي د سیمې هېوادونه پاکستان ته ترهګر استوي. اوس دا ثابته شوه چې پاکستان د ترهګرو روزونکی، حامي او ملاتړ هېواد دی.»
د ترهګرو د ملاتړ، روزنې او مرستې په تړاو د پاکستان دفاع وزیر اعتراف داسې مهال دی چې افغانستان له دې وړاندې له تېرو څو لسیزو راهیسې بار بار ویلي او نړیوالو ته یې په دې تړاو کره شواهد او مدارک هم وړاندې کړي چې د پاکستان حکومت او پوځ د افغانستان پر ضد ترهګر روزي.
هغه څه چې پاکستاني حکومتونو له دې وړاندې رد کړي او ادعا یې کوله چې د ترهګرو په روزنه او تمویل کې لاس نه لري او خپله هم د ترهګرۍ قرباني دی.