• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالمطلب حقاني: د اپریل میاشتې له پيل راهیسې نږدې ۱۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

عبدالمطلب حقاني: د اپریل میاشتې له پيل راهیسې نږدې ۱۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/23

پاکستان د روانې اپریل میاشتې له لومړۍ نېټې د افغان کډوالو د اخراج دویم پړاو پيل کړی او په لړ کې یې لسګونه زره افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته په جبري توګه واړول.

 د اسلامي امارت حکومتي سرچینې وايي، په جبر راستانه شوي کډوال د سرپناه، روغتیا او خواړو له ستونزو سره مخ دي.

د چارواکو په خبره، د افغانانو د اخراج لړۍ نه یوازې د پاکستان بلکې د ایران او ترکیې هېوادونو له لوري هم پيل شوې ده.

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت  ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، د روانې اپریل میاشتې له لومړۍ نېټې د افغان کډوالو د شړلو په دویم پړاو کې له پاکستانه ۷۸ زره تنه، له ایران ۱۹ زره تنه او له ترکیې ۷۱۰ تنه افغانان اخراج او افغانستان ته اړول شوي دي.

حقاني په دې اړه  وايي:«د اپريل له اول تاریخ تر ۲۱ تاریخه پورې ۹۸ زره ۵۶۵ تنه مهاجرین له ګاونډیو هېوادونو خپل هېواد ته راستانه شوي دي. له دې ډلې ۷۸ زره ۱۷۰ تنه له پاکستان، ۱۹ زره ۴۸۵ تنه له پاکستان او ۷۱۰ تنه له ترکیې هېواد څخه خپل هېواد ته راغلي.»

د کډوالو وزارت ویاند په خبره، په تورخم کې له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته د سرپناه، روغتیا او خوړو په برخو کې اړینې اسانتیاوي برابرې شوې دي.

د حقاني په خبره، تېرو ۲۱ ورځو کې د پاکستان له بېلابېلو بندخونو هم شاوخوا ۲زره افغانان آزاد او هېواد ته رالېږدول شوي دي.

حقاني په دې اړه وايي: « په ورته مهال، ۱ زر ۹۱۵ تنه زندانیان د پاکستان له مختلفو زندانونو  راخوشي شوې او د تورخم او سپین بولدک له لارې خپل هېواد ته راستانه شوې دي. دغو راستنو شویو مهاجرینو ته د هېواد په فرضي او سرحدي سیمو کې د نغدي، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستو ترلاسه کولو وروسته، د ټرانسپورټ زمینه برابره شوې او خپلو سیمو ته رسول شوي دي.»

د سرپرست حکومت چارواکو په خبره، له راستنېدونکو کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلن او یا ترې د سامانونو او د کورنیو د غړیو ایسارولو ستونزې يې له پاکستان سره شریکې کړې دي.

د کډوالو د حقونو فعالان او د سیاسي چارو شنونکي له پاکستانه د افغان کډوالو اجباري ایستل د ټولو نړۍ والو کنوانسیونونو خلاف عمل ګڼي.

د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي: « له بده مرغه د افغان مهاجرانو وضعیت به له دې ښه نه شي، ځکه چې پاکستان او ایران خپله په سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ښکېل دي.»

د سیاسي چارو کارپوه مرتضی مطهري وايي: « د مهاجرو کورنیو غړي، مالونه او شتمنۍ په دغو هېوادونو کې پاتې کېږي چې دا خپله د کډوالۍ له قوانینو او له بشري حقونو سرغړونه ده.»

بله خوا، د ایران کورنیو چارو وزیر ويلي، د بهرنیو وګړو ایستل د ايران د خلکو له مهمو غوښتنو دي او په خبره يې، د دوی موجوديت د دې هېواد له اصلي وګړو کاري فرصتونه اخیستي دي.

سکندر مومني زیاته کړې، تېر کال له یو میلیون او۲۰۰ زرو څ ډېر ناقانونه بهرني وګړي له ايران اخراج کړای شوي چې ډېره برخه يې افغانان وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي
افغانستان

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو
افغانستان

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي
افغانستان

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist