• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
صادق خان: کابل ته د پاکستان مرستیال لومړي وزیر سفر کولی شي دوه اړخیزې اړیکې ورغوي

صادق خان: کابل ته د پاکستان مرستیال لومړي وزیر سفر کولی شي دوه اړخیزې اړیکې ورغوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/23

افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او په ورته وخت کې د دې هېواد بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار سفر او کابل کې يې له د سرپرست  حکومت چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو بحثونه، مهم بلل شوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او صنعت ګډې خونې د مرستیال له قوله پر خپله اېکس پاڼه کې ليکلي، ورته سفرونه کولی شي د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ، امنیت او دوه اړخیزو عامه اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

محمدصادق خان د ضیاالحق سرحدي له قوله زياته کړې، یاده خونه د ټولو هغو نوښتونو ملاتړ کوي چې کولی شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ تلپاتې ودې او پیوستون ته لار هواره کړي.

هغه زیاته کړې: « د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنعت ګډې خونې مرستیال ضیاالحق سرحدي هیله ښودلې چې د لوړې کچې ورته ښکېلتیا به د سوداګرۍ، ټرانزیټ، امنیت او د ولسونو ترمنځ اړیکو په ګډون په مهمو او اړینو برخو کې د همکارۍ د ودې او پیاوړتیا لامل شي.»

يادې خونې د اسحاق ډار له لوري د نوي ټرانزیټي جریان او سوداګریز سیسټم له اعلانولو هرکلی کړی او ویلي يې دي چې دغه نوی سیسټم چې ټاکل شوې د را روانې جون میاشتې پر۳۰مه جوړ شي، کولی شي د افغاني ټرانزیټي توکو په اسانه انتقال کې مرسته وکړي او لوجسټکي خنډونه راکم کړي.

هېواد ته د اسحاق ډار په دې سفر کې له پاکستانه د افغان کډوالو په تدریجي او عزتمنده توګه وتلو، سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي موضوعاتو خبرې شوې وې.

په پاکستان کې آزاد خبریال طاهر خان وايي: « په دې کې شک نه شته چې مسایل پېچلي دي، بد اعتمادي شته، نا باوري شته، ترینګلي حالات شته، خو د سفرونو لپاره لارې خلاصې دي او کله چې سفرونه کېږي، نو تشویشونه له یوبل سره شریکېږي او د ستونزو د حل طرف ته ضرور حرکت کېږي. باید لږ انتظار وباسو، موږ هیله من یو او تمه لرو چې په راتلونکو ورځو یا اوونیو کې د دې سفر پایلې مخې ته راشي.» 

که څه هم له دې سفر وروسته دواړو خوا له یو بل سره د کړو ژمنو پرعملي کېدو ټیلیفوني خبرې هم وکړې او بله دا چې د ځینو تعهداتو عملي کول وخت ته اړتیا لري؛ خو د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان لومړي وزیر مرستیال سفر د تمې خلاف له لاسته راوړنو خالي و.

د دوی په خبره، دغه هېواد لاهم د افغان کډوالو جبري اېستل نه دي درولي او په سیاسي او اقتصادي برخو کې یې ژمنې مقطعي او زماني دي چې تېر ته په کتو پرې باور نه شي کېدای.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « د پاکستان اوسني حرکتونه مقطعي او زماني دي او یوازې غواړي د کډوالو لویه څپه کمزورې کړي او پر خپل کورني سیاسيت یې اغېز کم کړي. همدارنګه دوی غواړي د خپل کورني سیاست د اساساتو له مخې د ملامتۍ ځای پیدا کړي او یوځل بیا افغانستان په سیمه او نړۍ کې ملامت کړي. پاکستان غواړي افغانستان مجبور کړي چې د پاکستان ګټو ته د افغانستان له ګټو ډېر اهمیت ورکړي.»

د شنونکو باور دا دی چې دغه ډول سفرونه او رسمي لیدنې هغه مهال اغېزناکې بلل کېدای شي چې دواړه جهتونه پر شویو ژمنو او هوکړو عمل وکړي او دغه څه یوازې د کاغذ پر پاڼو پاتې نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي
افغانستان

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو
افغانستان

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي
افغانستان

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist