• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ته د قزاقستان راغلي پلاوي د سرپرست حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره ليدلي

کابل ته د قزاقستان راغلي پلاوي د سرپرست حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره ليدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/22

د قزاقستان لومړي وزير مرستيال او د دې هېواد د سوداګرۍ وزير پر مشرۍ پلاوی کابل ته راغلی او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړيکو پراختيا په موخه يې د سرپرست حکومت له ځينو لوړ پوړو چارواکو سره ليدلي دي.

ارګ وايي، د قزاقستان لومړي وزير مرستيال سريک ژومانګرين د رياست ‌الوزرا له اقتصادي مرستيال ملاعبدالغني برادر اخوند او ځينو نورو لوړپوړو چارواکو سره د کابل او استانې پر اړيکو غږېدلی.

په دې ليدنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو لاښه ‌والي ترڅنګ په افغانستان کې د اساسي پروژو د تطبيق پر سر هم نظرونه تبادله شوي.

د اسلامي امارت مرستیال وياند حمدالله فطرت وايي: « د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي سریک ژومانګارین او مل پلاوي سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل. د دې کتنې پرمهال دواړو لوریو د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پر پراخوالي، پانګوالو ته د فرصتونو پر برابرولو او د سوداګرۍ د لا پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړې. همداراز نوموړي څرګنده کړه چې اسلامي امارت د څلورو هېوادونو (افغانستان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان) د صنعتي، سوداګریزو او ټرانسپورټي همکاریو د همغږۍ په موخه د واحد مرکز اړوند موافقتنامې مسوده ترتیب او له قزاقستاني لوري سره یې شریکه کړې ده.»

له دې سره هم مهاله، د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم د ياد وزارت سرپرست او قزاقي پلاوي ترمنځ د ليدنې خبر ورکړی او وايي، د يادې ليدنې موخه په کابل کې د افغان- قزاق تر نامه لاندې نندارتون جوړېدنه وه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې: « ټاکل شوې د افغان- قزاق نندارتون د دواړو هېوادونو د دولت او خصوصي سکټور د چارواکو په موجوديت کې سبا سې‌ شنبه پرانیستل شي. د دې نندارتون له لارې به د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ په برخه کې د همکاريو فرصتونه و ارزول شي.»

په ورته مهال د اقتصادي چارو شنونکي دا ډول ليدنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراختيا ترڅنګ په افغانستان کې د اساسي پروژو د تطبيق په برخه کې هم مهمې بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « زه فکر کوم افغانستان ته د قزاقي پلاوي سفر ډېر اهمیت لري. قزاقستان غواړي له افغانستان سره اړیکې نورې هم ټینګې کړي او علاقه لري چې د افغانستان له لارې سوېلي آسیا سره وصل شي. له بلې خوا، قزاقستان هڅه کوي چې د افغانستان او ترکمنستان په شمول له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.»                        

له دې وړاندې د قزاقستان د ستراتيژيکو مطالعاتو انسټېټيوټ ریيس هم کابل ته راغلی و او د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست سره يې د کابل او آستانې ترمنځ د اړيکو پر پراختيا خبرې کړې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist