• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له نشه يي توکو رغېدلي سلګونه تنه د څرخي پله حرفوي زده کړو له مرکز فارغ شول

له نشه يي توکو رغېدلي سلګونه تنه د څرخي پله حرفوي زده کړو له مرکز فارغ شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/22

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وايي، د کابل څرخي پله د فني او حرفوي زده ‌کړو له مرکزه څه باندې ۵۰۰ د نشه ‌يي توکو له کارولو رغېدلي کسان فارغ شوې دي.

د دې وزارت چارواکي وایي، ياد کسان به یوځل بیا ټولنې ته د روغو انسانانو په څېر ور وګرځي او خپلو کورنيو ته به د زده ‌کړې کار له لارې ډوډۍ پیدا کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین مولوي زاهد احمدزی وايي:« دوی به یو وار بیا د عادي او روغو انسانانو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره مدغم شي او له دې وروسته به د خپلې کورنۍ لپاره د حلالې نفقې برابرولو مسوولیت هم واخلي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین دغه راز له خلکو غواړي چې له اعتیاد او د نشه يي توکو کارونې رغېدلو کسانو سره داسې نرم چلن وکړي چې بیا ځل د نشه‌ یي توکو کارولو ته مخه نه کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي وايي: « تر ډېره د کار په بازار کې د دوی تعقیب او څار ترسره کېږي، ترڅو کار وکړي او بیا مخدره توکو ته مخه نه کړي. همدارنګه د دوی له کورنیو تضمینات اخیستل کېږي چې د دوی ژوند ته به پاملرنه کوي، ستونزې به یې هواروي. دا کارونه د دې لپاره کېږي چې دغه کسان بیا ځل نشه يي توکو ته مخه نه کړي.»

بل پلو، یو شمېر هغه کسان چې تازه له اعتیاده رغېدلي وایي، سرپرست حکومت دې یې لاسنیوي ته ادامه ورکړي او د کاري فرصتونو په برابرولو سره دې بیا ځل د نشه ‌يي توکو کارولو ته د دوی له ورګرځېدو مخنیوی وکړي.

د نشه يي توکو له کارولو رغېدلی حسیب الله عزیزي وايي: « له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې دغه کسان له روزنیز مرکز د باندې هم حمایت کړي او د کار زمینه ورته برابره کړي؛ دا ځکه چې دغه کسان اړتیا لري او دومره بودیجه نه لري چې ځان ته کار او دوکان برابر کړي. که ملاتړ یې وکړي، دا به ډېر ښه شي.»

د نشه يي توکو له کارولو یو بل رغېدلی محمد اسلام وايي: « له موږ سره یې چې کومې وعدې کړې، هغه دې پوره کړي. بله دا غوښتنه لرو چې د پخوانۍ ملي اردو یو شمېر سربازان له ښو مسلکونو برخمن وو، انجینران وو او د مختلفو وسلو د کارولو مهارت یې درلود، هغوی ته باید دندې ورکړي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو همداراز پر نړیوالو هم غږ وکړ چې د اسلامي امارت لاسنیوی وکړي او د افغانستان د کرنې او نورو سکتورونو له ودې سره مرسته او همکاري وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي
افغانستان

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو
افغانستان

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي
افغانستان

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist