• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانسان او پاکستان چارواکو د شویو ژمنو پر ژر عملي کولو هوکړه کړې

د افغانسان او پاکستان چارواکو د شویو ژمنو پر ژر عملي کولو هوکړه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/22

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او په ورته وخت کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د کابل له سفر وروسته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره ټیلیفوني خبرې کړې.

 د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وایي، په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو لورو کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر په جریان کې د شویو بحثونو له پایلو خوښي ښودلې او هوکړه یې کړې چې کړې ژمنې دې ژر او په اغېزناکه توګه د دواړو هېوادونو د خلکو د متقابلو ګټو لپاره عملي شي.

تکل زیاتوي: « په دې ټیلیفوني مکالمه کې ښاغلي محمد اسحاق ډار ټينګار وکړ چې کابل کې د شویو ژمنو د پلي کېدو لپاره به هڅې کوي او په ځانګړي ډول د مهاجرینو د ستونزو په حل کولو او شکایتونو د اوریدلو لپاره به جدي اقدامات ترسره کوي.»

بل لور ته د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه په پاکستان کې په مرکزي کچه د کنټرول‌ خونې او د مرستې ترلاسه کولو لپاره د اړيکو شمېرو د فعالولو اقدامات ستايلي دي.

 په ورته وخت کې محمد اسحاق ‌ډار مولوي امیرخان متقي ته بلنه ورکړې چې پاکستان ته سفر وکړي.

احمد تکل په دې اړه وايي: « محترم متقي صاحب کابل ته د خپل پاکستاني سيال سفر د ستونزو د حل په لور یو مثبت ګام وباله او د شویو پرېکړو د پلي کولو، په ځانګړي توګه هېواد ته د راستنېدونکو افغان مهاجرينو ستونزو ته د رسېدو په موخه په مرکزي کچه د کنټرول ‌خونې او د مرستې د اړيکو شمېرو د فعالولو اقدامات وستایل.»

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان هم خبر ورکړی چې پاکستان د افغان کډوالو ستونزو او شکایتونو ته د رسېدو لپاره ځانګړی مرکز پرانیستی دی.

هغه زیاته کړې: « دا مرکز به په اوونۍ کې ۲۴ ساعته پرانیستی وي، ترڅو د افغان کډوالو د اخراج په لړ کې د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلن او ځورونو په اړه شکایتونه په کې ثبت شي.»

د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزارتونو د کډوالو، سوداګریزې راکړه ورکړې او د اړیکو ښه‌ کولو ور هاخوا دا نه دي په ډاګه کړي چې نور يې په کومو برخو کې ژمنې کړې دي، خو د سیاسي چارو شنونکي وایي، که دواړه هېوادونه کړې ژمنې عملي کړي، د دواړو هېوادونو اړیکې به هم ورسره ښې شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « هغه ژمنې چې دوی په کابل کې د افغانستان له چارواکو سره د لیدنو پرمهال وکړې، باید عمل پرې وکړي. په ورته وخت کې، موږ د تېرو درېیو لسیزو راهیسې له ټولو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو او په ځانګړې توګه پاکستان سره.»

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« په ژمنو د عمل لپاره باید نړیوال تعهدونه واخیستل شي، ترڅو پاکستان په تجارت، ټرانزیټ او سیاسي برخو کې کړو ژمنو ته متعهد پاتې شي.»

بل پلو، د ایران بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلاميه کې ویلي چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د دې هېواد د لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق ‌ډار او د ایران بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د یک‌شنبې په ماښام د ټیلیفوني خبرو په لړ کې د دوه اړخیزو اړیکو، په افغانستان، سیمې او نړۍ کې د بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist