• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې صنعتګر په صنعتي پارکونو کې د اور وژنې څانګې له نه شتوالي شکایت کوي

بلخ کې صنعتګر په صنعتي پارکونو کې د اور وژنې څانګې له نه شتوالي شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/22

بلخ ولایت کې کارخونه لرونکي داسې مهال په صنعتي پارکونو کې د اور وژنې یا اطفایې څانګې له نه شتوالي شکایت او پر جوړېدو یې ټینګار کوي چې موده وړاندې د هرات ولایت په صنعتي پارکونو کې د اور لګېدنې له امله درانه مالي زیانونه واوښتل.

د بلخ صنعتکاران خبرداری ورکوي، که د دې ولایت په صنعتي پارکونو کې اور لګېدنه رامنځته شي، مالي زیانونه به یې خورا درانه وي.

که څه هم د مزار شریف ښار د حیرتان درې لارې ته څېرمه د اور وژنې یوه کوچنۍ څانګه فعاله شوې خو صنعت کاران صنعتي پارکونو ته څېرمه د یوه بشپړ سسټم د فعالېدو غوښتنه کوي.

د یوې صنعتي کارخونې مسوول حاجې محمد افضل وايي: « دا چې د لارې فاصله ډېره لرې وه او د اور وژنې ټیم په وخت سره نه شو رارسېدلی، نه له دې امله مفید ګروپ شرکت پرېکړه وکړه او دوی ته یې لنډمهاله ځای ورکړ، ترڅو دایمي سټېشن جوړ شي. تاسو ته مالومه ده چې ګڼ شمېر صنعتي کارخونې د حیرتان دوراهي په علي شېرنوايي صنعتي پارک کې دي. تاسو ته بهتره مالومه ده چې د هرات په صنعتي پارک کې اور ولګېده او کارخونې سلګونه میلیونه ډالره تاواني شوې. خو که چېرې د اور وژنې سټېشنونه نږدې وي، ښه وسایل او ټیم ولري، د اور لګېدنې به مخنیوی وشي او که اور ولګي، پر وخت به مهار شي.»

صنتعګر محمد اسماعیل روفیان وايي:« د اور وژنې د یوه مدیریت یا نمایندګۍ او یا خپله د اطفایې شتون یو حتمي او الزامي امر دی. خو له بده مرغه لکه څرنګه چې موږ ونیو، د مزارشریف په صنعتي پارکونو کې د اور وژنې کومه څانګه نه شته.»

د صنعت کارانو ترمنځ دغه وېره له ډېرې پخوا راهیسې موجوده وه، خو د هرات پېښې او تېر کال بلخ کې د یوې کارخونې اور اخیستنې سره دغه وېره نور هم پراخه او د کارخونه لرونکو اندېښنې یې ډېرې کړي.

بلخ کې  له اورلګېدنې د یوې متضررې کارخونې مسوول جمالدین رحیمي وايي: « موږ تېر کال له دې اړخه خپله هم زیان ولید او زموږ کارخونه وسوځېده. که څه هم صنعت او تجارت، معادن او صنایعو، د بلخ ولایت مستوفیت او د مزار شریف اطفایې له موږ سره پراخه همکاري وکړه، خو بیا هم موږ ته ډېر زیان ورسېد؛ ځکه چې لاره لرې ده او دوی ناوخته را ورسېدل. شاوخوا ۲۰۰ زره ډالرو پورې موږ ته مالي زیانونه واوښتل.»

په ورته مهال، د بلخ ځایي مسوولین که څه هم دغه ستونزه مني خو صنعتي پارکونو ته څېرمه د اور وژنې څانګې فعالیت لپاره د پام وړ کارونو د پرمختګ خبر ورکوي.

د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیر نیازی وايي: « برېښنا، عمومي سړکونه او د پارکونو فرعي سړکونه او دغه راز د اور وژنې د یوه داسې مرکز د جوړولو لپاره چې هم عصري وي او هم ستندرد او منل شوی وي، په اړه یې جدي ګامونه پورته شوي. ځمکه ورته ځانګړې شوې او ۸۰ سلنه اداري او د اسنادو کارونه یې هم بشپړ شوي دي. موږ سوداګرو او صنعتګرو ته ډاډ ورکوو چې په نږدې وخت کې به د دوی اندېښنه رفع شي.»

د مالوماتو له مخې، د بلخ ولایت په دوو سترو صنعتي پارکونو کې شاوخوا یو زر او ۷۰۰ لویې او کوچنۍ کارخونې شته دي.

 د سوداګرو او صنتعګرو لویه اندېښنه په دې پارکونو کې د اور وژنې د سیسټم نه شتوالی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه
افغانستان

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه
افغانستان

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي
افغانستان

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025

وروستي خبرونه

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist