• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
آریانا افغان هوايي شرکت له کابل د چین اورومچي ښار ته اوونۍ کې دوه ځله الوتنې پیل کړې

آریانا افغان هوايي شرکت له کابل د چین اورومچي ښار ته اوونۍ کې دوه ځله الوتنې پیل کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/22

آریانا افغان هوايي شرکت له دې وروسته په اوونۍ کې دوه ځله د چین اورومچي ښار ته الوتنې لري.

د یاد شرکت مسوولینو په دې تړاو جوړه شوې ناستې ته خبرو کې وویل، دغه ګام یې د مسافرو او سوداګرو ستونزو او اړتیاوو ته په کتو پورته کړی.

د یاد شرکت رییس  عبدالولي صدیقي وايي، هڅه کوي دا خدمات په راتلونکي کې لا پراخ کړي او په دې لټه کې دي چې د آريانا افغان هوايي شرکت د خدماتو د کیفیت له اړخه د نړۍ په ۱۰ غوره هوايي شرکتونو کې شامل کړي.

صدیقي زیاتوي:« موږ چین هېواد ته په اوونۍ کې یو پرواز درلود، خو د خلکو او سوداګرو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره به دغه کچه اوونۍ کې دوو الوتنو ته لوړه شي.»      

بل پلو په کابل کې د چین سفیر د دواړو هېوادونو اړیکې لرغونې یادوي او وايي، اوس ‌مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي او سیاسي هغه هم د پخوا په پرتله ژورې دي.

ژاوو شینګ زياتوي، د افغانستان او چین ترمنځ هوايي الوتنې شاخوا ۲۲کاله مخینه لري، خو دغه الوتنې په ۲۰۲۳زېږدیز کال له سره پیل شوې او په پايله کې يې تر دې دمه شاوخوا ۸ زره مسافر او څه باندې ۶۰ زره ټنه توکي انتقال شوي.

ژاوو شینګ په دې اړه وايي: « د چین ـ افغانستان مستقیمې الوتنې چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې پیل شوې دي، نه یوازې د خلکو ترمنځ د تبادلو مهمه وسیله ده، بلکې د توکو د انتقال یوه مهمه لاره هم ده. په ۲۰۲۳ کال کې بیا پیل شوې او تر دې دمه یې له ۸ زره زیات مسافر انتقال کړي او تر۶۰ زرو ټنو يې ډېر توکي لېږدولي دي. د الوتنو زیاتوالی به خامخا د خلکو ترمنځ اړیکې نږدې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه همکاري به پیاوړې کړي.»

بل پلو، بهرنیو چارو وزارت د چین او افغانستان ترمنځ د الوتنو زیاتوالی د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخیزو اړیکو د ټنیګښت بېلګه ګڼي.

د دې وزارت مالي او اداري معین  محمد نعیم وردګ وايي، سرپرست حکومت په دې هڅه کې دی چې له چین سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لاپسې پیاوړې کړي.

وردګ زیاتوي: «هرڅومره چې د ولسونو ترمنځ اړیکې پراخېږي، په همدې اندازه د دوی ترمنځ سیاسي روابط هم تقویه کېږي. د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پالیسي دا ده چې غواړو له ټولنې نړۍ سره د خپلو ارزښتونو او ګټو په چوکاټ کې مثبتې اړیکې جوړې کړو.»   

دا په  داسې حال کې ده چې د دولتي شرکتونو د مسوولینو په خبره، هڅه دا ده چې په راتلونکي کې دېته ورته د نورو دولتي شرکتونو ملاتړ ته هم ادامه ورکړي او په همدې موخه اوس مهال د ځینو پروژو عملي چارې هم پیل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي
افغانستان

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو
افغانستان

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي
افغانستان

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist