• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ناروې کډوالو شورا: د افغانستان بشري وضعیت تر ټولو زیات بحراني حالت کې دی

د ناروې کډوالو شورا: د افغانستان بشري وضعیت تر ټولو زیات بحراني حالت کې دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/21

د ناروې کډوالو شورا (اېن.آر.سي) له افغانستان سره د نړيوالو بشري مرستو کموالي له امله په هېواد کې پر بشري وضعيت د ناوړه اغېزو په اړه اندېښنه ښودلې.

دې شورا په خپل تازه راپور کې د افغانستان اوسنی بشري کړکېچ د تېرو۲۲ کلونو په پرتله بې ‌ساری بولي او زياتوي، د يادو مرستو د کموالي له امله د افغاني ټولنې ډېری زيانمنونکي اقشار چې پر ښځو او ماشومانو سربېره داخلي بې ځايه شوي هم په کې شامل دي، زيانمن شوي دي.

راپور کې  له زيانمنونکو افغانانو سره د مرستو پر دوام د ټينګار ترڅنګ له ملګرو ملتونو غوښتل شوې چې له په بېړنۍ توګه د اړمنو افغانانو دوامداره ملاتړ وکړي.

د راپور یوه برخه:« لويو مرستندويانو په ډېرې چټکۍ له افغانستان سره مرستې کمې کړې چې دا د دې سبب شوی، ترڅو د ناروې کډوالو شورا او نور ملاتړي بنسټونه هم له زيانمنونکو افغانانو سره مرستې کمې کړې. د افغانستان په لوېديځ کې چې کوم خلک په لنډمهالو او غير پلاني سیمو کې اوسېږي، اوس د نړيوالو دا بې ‌توجهي احساسولی شو.»

خو  د اقتصاد وزارت د ناروې کډوالو شورا دا راپور له مبالغې خالي نه بولي او زياتوي چې افغانستان له اقتصادي پلوه پر خپلو داخلي عوايدو بسيا او د پرمختګ پر خوا روان دی.

د اقتصاد وزارت مسلکي معين عبداللطیف نظري وايي: « هغه راپورونه چې په دې وروستیو کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په تړاو د ځینو بهرنیو بنسټونو له خوا خپرېږي، مبالغه آمېزه دي. افغانستان له اقتصادي پلوه د پرمختګ په حال کې دی. که څه هم زموږ اتکا په داخلي سرچینو او عوایدو ده، خو په ورته وخت کې موږ له بهرنیو مرستو هم هرکلی کوو او غواړو چې د افغانستان له خلکو سره هم بشردوستانه او هم پراختیايي مرستې ادامه ولري او بندیزونه لرې شي.»          

په همدې حال کې د بشري حقونو ځيني مدافعان هم د بشري کړکېچ مخنيوي لپاره د نړيوالو بشردوستانه مرستو دوام مهم بولي او د هېوادونو په شمول له نړيوالو سازمانونو غواړي چې له افغانستان سره مرستې دوامداره کړي.

د بشري حقونو مدافع گلاخان بهادري وايي: « افغانستان له بل هر وخت زیات بشري مرستو ته اړتیا لري، ترڅو د یوه بشري ناورین او بحران مخه ونیول شي. په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه ګڼ شمېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي او له ډېرو ستونزو سره مخ دي، د ژوند لومړنیو توکو، کار او سرپناه ته اړتیا لري.»                

د ناروې کډوالو شورا داسې مهال په افغانستان کې د نړيوالو مرستو کموالي له امله د بشري وضعيت سختوالي په اړه اندېښنه ښيي چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو سره يادې مرستې محدودې شوې.

د امريکا ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له ټاکل کېدو سره پرهغو خيريه بنسټونو بسپنې پرې شوې چې د امريکا له لوري تمويل کېدې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist