د اسلامي امارت دفاع وزارت د هوايي زده کړو له پوهنتون۱۰ تنه پیلوټان له درې کلنو مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.
د اسلامي امارت دغو تازه دمو هوا بازانو د دوه ډوله الوتکو د الوزولو په برخه کې زده کړې کړې چې یو ډول یې سي ۲۰۸ ډوله او همدا راز اېم.آی ۱۷ ډوله چورلکو د الوتنو په برخه کې زده کړې ترلاسه کړې دي.
د دفاع وزارت د هوايي پوهنتون رییس ارکان ابوبکر غفاري وايي: « نن ورځ د هغو ۱۰ تنو پیلوټانو د فراغت شاهدان یو چې د سي ۲۰۸ الوتکې او اېم.آی ۱۷ چورلکې د پیلوټۍ په مسلک کې یې د هوايي دفاع په قوماندانۍ کې خپلې زده کړې په بریالیتوب بشپړې کړې دي.»
دغه فارغ شوي پیلوټان خوشحاله دي چې د الوتکو د الوتنې په برخه کې یې زده کړې بشپړې شوې او زیاتوي چې په پوره ژمنتیا سره به د خپل هېواد هوايي حریم ساتنه او څارنه کوي.
پیلوټ محمد ادریس واحدي وايي: « موږ ټول چمتو یو چې د هېواد آسمانونه وڅارو. زه او زما ملګري ژمنه کوو چې د صداقت، اخلاص او مسلک له لارې خپل هېواد ته وفادار پاتې شوو.»
په دې فراغت غونډه کې د بېلا بېلو وزارتونو معینانو ویناوې درلودې او د نظام پرساتنې او دفاع زیات ټنیګار وشو.
ویناوالو د نظام ساتنې لپاره دفاعي ځواک او وسله مهم یاد کړل.
د حج،اوقافو او ارشاد وزارت مرستیال عزیز الرحمان منصور وویل: « نظام یوه تشکیل ته ضرورت لري، نظام دفاعي تشکیل ته اړتیا لري. لکه څرنګه چې جهاد راباندې فرض و، دا رنګه د دې نظام ستانه هم راباندې فرض ده. موږ باید د دې نظام د دفاع لپاره هوايي ځواک ولرو.»
له تېرو درېیو کالو راهیسې د ملي دفاع وزارت له هوايي پوهنتون د پیلوټانو ترڅنګ له یو زر او ۲۰۰ زیات سرتېري، ۲۵۸ افسران او ۱۶۰ تنه برید ملان فارغ شوي او لاهم ګڼ شمېر نور په کې تر زده کړو لاندې دي.