• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حنفي: د شریعت پلي کولو برخه کې د چا خبرې نه اورو

حنفي: د شریعت پلي کولو برخه کې د چا خبرې نه اورو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/21

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست د اسلامي امارت رهبر د وروستي فرمان د تطبیق په موخه له محتسبینو سره ناسته کړې.

دغه فرمان په تېرې مارچ مياشتې کې صادر شوی چې د ۲۴ مادو په لرلو سره په کې د ښځو حقونو، د نکاح، مهر، په زور ودونو او د ودونو او حج لګښتونو او ناسمو رواجونو په تړاو په کې وضاحت ورکړل شوی دی.

په دې غونډه کې د امر بالمعروف، نهې عن‌ المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي محتسبینو ته له خلکو سره د نرم چلن سپارښتنې کړې او ټینګار یې کړی چې د اسلامي احکامو د تطبیق په موخه دې د چا پروا نه کوي.

حنفي  زیاته کړې: « راځئ موږ په دې ټولنه کې داسې اصلاح راولو چې زما او ستا له ویلو پرته یې بهترین لباس جوړ کړی وي، لنګوټه یې په سر کړې وي، ځکې د هغه ذهن سازي شوې وي. نو قدرمنو! تاسو زموږ خویندو، وروڼو، علماوو، کادرونو او عام ولس ته ورشئ او دروازه ور وټکوئ، د نوح (ع) سلام په څېر.»

حنفي دغه راز ویلي، د تېرو دوو لسيزو پرمهال د ځوانانو پر ذهنیت سازۍ پراخ کار شوی او له محتسبینو غواړي چې په مکروه، فرایضو، سنتو او نورو دیني مسایلو يې د پوهولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

نوموړی له دې ورهاخوا سلمانيو ته پر کلکې سپارښتنې هم ټينګار کوي چې د خلکو د ږيرو له خرېیلو ډډه وکړي.

د امر بالمعروف او نهې عن ‌المنکر وزارت سرپرست زیاته کړې: « اوس چې څوک ږیره کلوي او ته محتسب یې، باید هغه دوکانونو ته هم سپارښتنه وکړئ او ورته ووایئ چې تاسو له دې لارې روزي پيدا کوئ، دا ستاسو لپاره حرامه ده. سلمانیو سره مجلسونه وکړئ او د ږیرو خرېیلو اضرار بیان کړئ. دوی ته به ستاسو خبره ډېره نا آشنا ښکاره شي او وايي به چې نړۍ کوم ځای ته ورسېده او تاسو اوس هم په ږیرو اخته یاست؛ ځینې پروژه یان به وايي چې وجود زما او اختیار یې د ملا.»

خالد حنفي همدا راز پر محتسبینو ټینګار کړی چې د اسلامي امارت د رهبر شېخ هبة‌الله اخندزاده د حکم له مخې دې د هغو کسانو پر وړاندې چې نجلۍ ته مهریه نه ورکوي، د کونډې حق خوري، د کوژدې پرمهال د نجلۍ رضایت نه مني، د ښاديو پر مهال اصراف کوي او په شخصي ډول دولتي موټر کاروي جدي اقدام وکړي.

نوموړي همدا راز له محتسبینو دا هم غوښتي چې کور په کور وګرځي او کورنیو ته د حجاب سپارښتنې وکړي.

محمد خالد حنفي په دې اړه وايي: « موږ او تاسو د خپلو خویندو میراث هم خورو، مهر یې هم خورو او حق نه ورکوو؛ په تېرو ۵۰ کالو کې د دې مخنیوی او کنټرول چا نه دی کړی، خو اوس فرمان راغلی او که بیا هم له چا پوښتنه نه کېږي یا یې په زور او ظلم سره چاته په نکاح ورکوي، دغه کسان باید تاسو تعقیب کړئ.»

له دې سربېره، نوموړي ویلي، که محتسبین د خپلو دندو پر وړاندې بې غوره او د منکراتو پر وړاندې بې تفاوته پاتې شي، له اوسني نظام سره جفا ده او په اړه به يې خدای ته ځواب ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist