• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سېف ده چلډرن: د پاکستان له لوري ایستل شویو افغان کډوالو کې شاوخوا ۵۰ زره تنه ماشومان دي

سېف ده چلډرن: د پاکستان له لوري ایستل شویو افغان کډوالو کې شاوخوا ۵۰ زره تنه ماشومان دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/20

پاکستان د روان ۲۰۲۵ کال د اپریل میاشتې له پیل په دې هېواد او خيبرپښتونخوا کې د مېشتو افغان کډوالو د جبري اخراج دویم پړاو پيل کړی او په ورځني ډول زرګونه افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک او ځينو نورو لارو افغانستان ته ستانه کړي دي.

پاکستاني چارواکي له دې هېواد څخه په زور د شړل شویو کډوالو شمېر شاوخوا۸۰ زره تنه يادوي او خبرداری ورکوي چې د روانې اپریل میاشتې تر پايه به پاکستان کې مېشت هغه افغانان هم په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي چې په پاکستان کې د اوسېدنې قانوني اسناد نه لري.

په کورنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیر طلال چودري ویلي: « ویلی شم هېواد مو له لسیزو راهیسې افغان کډوالو ته پناه ورکړې وه، خو اوس د دې وخت را رسېدلی چې د کډوالۍ قوانین په کلکه پلي کړو او موږ د ناقانونه بهرنیو وګړو د جبري ستنولو پلان پر بنسټ د اسنادو نه لرونکي افغانانو د ایستلو بهیر په ډېر شدت سره څارو.»

چودري ادعا کړې چې افغانان د پاکستان په ناامنيو او هلته په جنايي جرمنو کې ښکېل دي، خو د افغانستان سرپرست حکومت دا نه مني.

له پاکستانه د افغان کډوالو جبرې اخراج په اړه د اندېښنو په لړ کې د ماشومانو د ساتنې ادارې(سېف ده چلډرن) ویلي، د اپریل په لومړیو درېيو اوونیو کې د ستنو شویو کورنیو په ډله کې ۵۰ زره تنه افغان ماشومان هم له پاکستانه افغانستان ته شړل شوي دي.

د دې سازمان د راپور له مخې، په يادو ماشومانو کې په احتمالي توګه د بېلابېلو ساري ناروغیو د خپرېدو او له زده کړو د دوی د محرومېدو په اړه هم اندېښنې شته.

د راپور یوه برخه: « په تېره مارچ میاشت کې په پاکستان کې د غیرقانوني افغان کډوالو د مهلت له ختمېدو وروسته، د روانې اپریل میاشتې په ۱۶ ورځو کې شاوخوا۵۰ زره ماشومان هم افغانستان ته را اړول شوي دي.»

له دې سره سم، په پاکستان کې دېره افغان کډوال وایي، په خيبرپښتونخوا او پاکستان  کې افغان کډوالو سره زور زیاتي شدت موندلی او له سرپرست حکومت غواړي چې له پاکستاني چارواکو سره يې ستونزې حل کړي.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال ملک مجاهد شينواری وايي: « یوازې امن کفایت نه کوي، د امن ترڅنګ کاروبار هم ضروري دی. کډوالو ته د خپلو قرضونو د راټولولو ترتیب په کار دی. د اکثریت کډوالو په کاروبار کې پیسې بندې دي او اوس په خپلو پیسو وهل ټکول کېږي. د دې لپاره اړتیا ده چې د اسلامي امارت حکومت د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي، نه دا چې وايي، تاسو راځئ او افغانستان کې امن دی.»

د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال په پاکستان او خيبرپښتونخوا کې له ۲.۱ میلیونه ډېر افغان کډوال ژوند کوي.

 بل پلو د کډوالو حقونو مدافعان د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان پالیسۍ او سیاستونه ظالمانه ګني او له نړیوالو غواړي چې د دوی ستونزو د حل لپاره دې پر اسلام اباد سیاسي فشارونه ډېر کړي.

د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرزاق عدیل وايي: « د دې بحران حل سیمه ییزې او نړیوالۍ همکارۍ ته اړتیا لري، ترڅو زیانګالو مهاجرانو ته حمایتي او د بیا مېشتېدنې مکانیزمونه جوړ شي.»   

د جمعې په ماسپښين اسلام ‌اباد ته د سرپرست حکومت تللي پلاوي د کډوالو ستونزو د حل په موخه د پاکستان کورنيو چارو وزارت له مرستيال سره ليدلي چې په کې د افغان پلاوي له لوري د کډوالو داوطلبانه ستنېدو، جبري ایستلو مخنیوي او د دوی د شتمنیو لېږد اسانولو لپاره د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو ترمنځ د یوې ګډې کمېټې جوړولو وړاندیز کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist