• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د سیمې هېوادونو ترمنځ سیاسي رقابتونه پر اړیکو بدلیدونکي دي چې پرافغانستان به مثبت اغیز ولري

د قزاقستان یو پلاوی نږدې راتلونکې کې کابل ته راځي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/20

د قزاقستان ځينو رسنيو د دې هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د روانې اپريل میاشتې پر ۲۱مه نېټه به د قزاقستان لومړي وزير مرستيال او د دې هېواد د اقتصاد وزير پر مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته لاړ شي.

قزاقي چارواکو د ياد پلاوي د سفر موخه د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو سره پر سوداګرۍ او اقتصادي مسايلو بحث او په کابل کې د افغان او قزاقي توکو د ګډ نندارتون پرانيسته بللې ده.

په کابل کې د قزاقستان شارژدافیر ګزیز اکباسوف دغه ډول سفرونه د کابل او استانې ترمنځ د همکاريو پراختيا په موخه مهم بللي دي.

اکباسوف په دې اړه ویلي: « قزاقستان افغانستان ته په سيمه کې د خپل يوه مهم او اقتصادي ظرفيت لرونکي شريک په سترګه ګوري. استانه چمتو ده چې نه يوازې په بشردوستانه برخه بلکې په کانونو، ټرانزیټ، لوجيسټيک او کرنې برخو کې هم له کابل سره همکاريو ته پراختيا ورکړي.»

قزاقي رسنيو د سيمه ‌ييز پيوستون په موخه چې پر اساس به يې منځنۍ آسيا هېوادونه له سوېلي آسيا سره نښلېږي، کابل ته د قزاقستاني پلاوي سفر ارزښتمن او ياد هدف ته د رسېدو فرصت بللی.

سرپرست حکومت په راتلونکي کې د ياد پلاوي له راتګ هرکلی کوي او زياتوي چې د سوداګريزو او ټرانزيټي اړيکو پراختيا لپاره دغه سفرونو د دواړو هېوادونو پر ګټه دي.

د اقتصاد وزارت وياند عبدالرحمان حبيب وايي: « کابل ته د لومړي وزیر د مرستیال او په ورته وخت کې د ملي اقتصادي چارو وزیر تر مشرۍ لاندې د قزاقستاني پلاوي د سفر هرکلی کوو. له قزاقستان سره د اقتصادي، تجارتي  او ټرانزیټي همکاریو پراختیا او پانګونه د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې سبب کېږي او د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی. قزاقستان افغانستان ته د غلو دانو تر ټولو ستر صادروونکی هېواد دی او دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي راکړه ورکړې کچه لوړه شوې ده.»        

په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکي د پلاويو ترمنځ تګ راتګ او د نندارتونونو جوړېدل د اقتصادي اړيکو ترڅنګ د پانګونې جلب لپاره هم مهم يادوي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصير رشتيا وايي: « زه فکر کوم هرڅومره چې له ګاونډیو هېوادونو سره زموږ د ستراتیژیکو اړیکو لمنه پراخه شي، دغه چاره افغانستان ته ګټه رسوي. د نندارتونونو جوړېدل د دې لامل کېږي چې اړیکې پياوړې شي او هغه څه چې افغانستان ورته اړتیا لري، له لرې او نږدې ګاونډیو هېوادونو وارد کړي.»

له دې وړاندې د قزاقستان د سټراټيژيکو مطالعاتو انسټیټيوټ يوه پلاوي هم کابل ته سفر درلود او د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست مولوي اميرخان متقي سره يې د دواړو هېوادونو پر اړيکو خبرې کړې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist