• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د ځنګلونو وهنې په اړه اندېښنې؛ خلک یې د مخنیوي غوښتنه کوي

خوست کې د ځنګلونو وهنې په اړه اندېښنې؛ خلک یې د مخنیوي غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/20

شنې ساحې، ځنګلونه او د غرونو لمنې، طبیعي منظرې او ښکلې هوا د هغو کسانو لومړنی انتخاب وي چې غواړي د ښار له شوره پناه یوسي.

د خوست ولایت تڼیو ولسوالۍ اړوند د اد مامد سیمې ته هر کال د دې ولایت له اوسېدونکو سربېره د هېواد له بېلابېلو ولایتونو زرګونه سلانیان ورځي.

خو د طبیعت په دې آرامه غېږ کې د ځنګل وهنې وروستیو پېښو د خلکو اندېښنې راپارولي دي او وايي، ځنګل وهنه د سیمې ښکلا ته جدي ګواښ  دی.

د خوست اوسېدونکی ډاکټر رحیم ګل ساجد وايي: « ځنګلونه د طبیعي پېښو او په ځانګړې توګه د غره ښویېدلو په مخنیوي کې ځانګړی رول لري. دولت ته په کار ده چې د ځنګلونو وهلو مخه ونیسي.»

د خوست یو بل اوسېدونکی ذبیح الله تڼی وايي: « له مسوولو کسانو او چارواکو غواړي چې په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي، خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، ترڅو دا شتمني له منځه لاړه نه شي.»

که څه هم د سرپرست حکومت له راتګ وروسته تر ډېره د ځنګل وهنې مخنیوی شوی، خو بیا هم د خوست په یو شمېر سیمو کې دا چاره دوام لري.

خلک د دې کار لامل په غرنیو سیمو کې د اوسېدونکو اقتصادي ستونزې بولي.

ځایي اوسېدونکي او سیلانیان وايي، که دا چاره دوام ومومي ښايي د دې ولایت شته ځنګلونه د وخت په تېرېدو سره له منځه لاړ شي.

د خوست اوسېدونکی محمد جلیل همت وايي: « پر دولتي ارګانونو غږ کوو چې د دې کار مخه ونیسي. همدارنګه د تڼیو له قومي شورا هم غواړو چې د یوه ولسي تړون له مخې د ونو پرېکول بند کړي.»

د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکي خان ولي وايي: « په دې برخه کې باید د دولت له خوا توجه وشي، اړتیا ده چې د سیمې خلکو ته هم عامه پوهاوی ورکړل شي، ترڅو د ځنګلونو د پرې کولو مخه ونیول شي.»

د خوست اوسېدونکی نور الرحمن نوراني وايي: « له دولت غوښتنه کوو چې د سیمې د اوسېدونکو اقتصادي ستونزې هوارې کړي، ترڅو د ځنګلونو له وهلو لاس واخلي.»

له بلې خوا، ځایي چارواکي په دې ولایت کې د ځنګل وهنې وروستیو پېښو ته په غبرګون کې وایي، د ورته کړنو په تړاو به جدي ګامونه واخلي.

د دوی په خبره، په یاده برخه کې تر اوسه د ځنګل وهنې شاوخوا ۸۵ سلنه مخنیوی شوی.

د خوست امنیه قوماندان عبدالله حماد وايي: « موږ خپلو امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د ځنګل وهنې عاملین ونیسي او محکمې ته یې حواله کړي. موږ د دې ډول پېښو مخنیوي ته متوجه یو او کوښښ کوو چې بیا ځل تکرار نه شي.»

د خوست تڼیو ولسوالۍ اړوند اد مامد سیمه چې د هېواد په ملي پارکونو کې هم راځي، د ځنګل وهنې وروستي خواشینوونکي تالان پر خواله رسنیو هم د خلکو پراخ غبرګونونه راپورته کړي دي.

د دې ولایت د اوسېدونکو په خبره، اړونده ادارې دې د ځنګل وهنې د مخنیوي په برخه کې د چټکو اقداماتو ترڅنګ، د ځنګلونو بیا احیا ته هم جدي پام وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist