• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اېم ټي اېن مخابراتي شرکت خپل نوم اټوما ته بدل کړ

اېم ټي اېن مخابراتي شرکت خپل نوم اټوما ته بدل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/20

په افغانستان کې د اېم ټي اېن مخابراتي شرکت خپل نوم اټوما ته بدل  کړ او له نن وروسته به یاد مخابراتي خدمتونه د اټوما(اې.ټي.او.اېم.اې) شرکت له لوري وړاندې کېږي.

د یاد شرکت چارواکي په هېواد کې په نوې بڼه د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو خبر ورکوي او په خبره یې، له نړیوالو معیارونو سره برابر، عصري او پراخو خدمتونو وړاندې کول یې لومړیتوب دی.

د اټوما شرکت اجراییه ریيس هشام رمضان وايي: « افغانستان د خپل تاریخي ـ بډای کلتور او مساعدو شرایطو په درلودو سره پر نړیواله کچه د مخابراتي خدمتونو لپاره مناسب هېواد دی. موږ د نړیوالو معیارونو او اصولو په چوکاټ کې د بنسټیزو او باوري خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن یو او په دې برخه کې به د خلکو اړتیاوې پوره کوو. موږ یوازې د سوداګرۍ لپاره نه، بلکې له لرې د خدمتونو د وړاندې کولو یو فرصت ترلاسه کړی.»

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب الله حقاني د اېم ټي اېن مخابراتي شرکت مخابراتي هڅې ستايي، خو په افغانستان کې له وړاندې کېدونکو مخابراتي خدمتونو راضي نه دی.

حقاني په دې اړه وايي: « د اېم ټي اېن ګروپ یا د دې شبکې د مسوولینو د خدمتونو قدرداني کوو چې تر اوسه یې د خپل وس په اندازه خدمات وړاندې کړې دي. خو تر دې وخته زموږ ملت د خدماتو د کیفیت او قېمت څخه راضي نه دی. موږ تر خپلې وسې کوشش کوو چې دغه خدمات معیاري او قېمتونه یې د سیمې پر کچه مناسب کړو. ستونزې شته، خو باید دغو ستونزو ته په ګډه حل لاره پيدا شي ترڅو ملت ته معیاري خدمتونه وړاندې شي.»

حقاني همدا راز وايي، د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په موخه شاوخوا ۵۰۰ نوي مخابراتي سایټونه فعالېږي او په خبره یې، ډېر ژر به د هېواد هغو لرې پرتو سیمو ته هم مخابراتي خدمتونه ورسېږي چې اوس‌ مهال ترې محرومې دي.

هغه زیاتوي: « په ځانګړې توګه لسمه پروژه چې موږ په کار اچولې، هغې کې ۴۵۰ سایټونه شامل وو او له واحدې سرچینې هم څه کم سل سایټونه چې ټول څه له پاسه ۵۰۰ سایټونو ته رسېږي، هڅه کوو چې دا پروژه ژر ترژره تطبیق کړو. دا پروژه زموږ د محرومو هېوادوالو لپاره مهمه ده او باید مخابراتي خدمتونه ورته ورسول شي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست عبدالمنان عمري بیا اوسني شرایط په کوردننه د پانګونې لپاره برابر بولي او له پانګوالو غواړي چې هېواد کې د پانګونې په کولو سره د بېروزګارۍ کچه ټیټه کړي.

عمري په دې اړه وايي: « نه یوازې دا مخابراتي شبکه، بلکه هر پانګوال چې په افغانستان کې پانګونه کوي، هېڅ شک نه شته چې له هرې پانګونې سره د افغانستان ملت سوکاله کېږي او خلکو ته د کار زمینه برابرېږي، خو په دې شرط چې پانګوال او دولت په مخ کې شته خنډونه لرې کړي، ترڅو د خدماتو مخه ونه نیسي.»

​اېم ټي اېن مخابراتي شرکت په افغانستان کې خپل فعالیتونه په ۲۰۰۶زېږدیز کال پیل او تر ۲۰۲۳ کال پورې یې ادامه ورکړه.

 یاد مخابراتي شرکت د افغانستان په بازار کې د خپل ۱۷ کلن فعالیت په لړ کې، د ۲۰۲۲ کال تر پایه شاوخوا ۶.۲۵۷ میلیونه پیرودونکي درلودل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist