• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسحاق ډار پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو حل کولو ژمنه کړې

اسحاق ډار پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو حل کولو ژمنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/20

د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او په ورته وخت کې د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د یوه لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ کابل ته د سفر پرمهال د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي ترڅنګ له رییس الوزرا او اداري مرستیال سره جلاجلا کتلي دي.

دغو لیدنو کې د بېلا بېلو موضوعاتو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراختیا او کچې لوړولوهم خبرې شوې دي.

د بهرنیوچارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي: « سیاسي موضوع وه، په دې اړه طرفونو اتفاق وکړ چې د ډېپلوماټیکو اړیکو سطحه به لوړوي او په سیاسي برخه کې به همکاري زیاتېږي او دغه راز به مثبت لوري ته د چارو د سمون هڅه کېږي.»

له دغو لیدنو وروسته مولوي امیرخان متقي او محمد اسحاق ډار یوې ګډې خبرې ناسته کې راښکارل شول او زیاته یې کړه چې دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزټ په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه کړې او ژمنه شوې چې پاکستان لوری به پر افغان سوداګرو ټکسونه راکم کړي.

دوی دغه راز زیاته کړه چې د هغو افغان کډوالو د ستونزو پرحل یې هم خبرې کړې چې په خپله خوښه او باعزته توګه خپل هېواد ته راستنیږي.

متقي وايي: « په میلیونونو انسانان چې ډېر یې پخوا راغلي او ځینې اوس هم هلته پاتې دي، د هغوی د راتګ په باره کې، له هغوی سره د ښه سلوک په باره کې، د هغوی د آبرومندانه او تدریجي انتقال په باره کې تفصیلي خبرې وشوې. له دې سره، د کډوالو چې کوم جایدادونه او مالونه دي د انتقال په اړه یې تفصیلي خبرې وشوې.»

د پاکستان بهرنیوچارو وزیر محمد اسحاق ډار وايي: « موږ په ډېر درناوي او عزت هغه کسان چې بېرته راځي، رالېږو. زه دا منم چې دا زموږ دیني، ګاونډیتوب او ورور ګلوۍ فریضه ده چې موږ افغان کډوال په باعزته توګه را ولیږو او ټول افغان کډوال کولی شي چې خپل اموال له ځان سره راوړي.»

په ورته مهال، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل، نه پاکستان او نه هم افغانستان باید د دې اجازه ور کړي چې خاوره یې د یو بل پر وړاندې وکارول شي.

اسحاق ډار زیاته کړه: « نه موږ د افغانستان پر وړاندې د خپلې خاورې د کارولو اجازه ورکوو چې راشي په افغانستان کې ورنکاري وکړي او نه دې هم افغانستان دا اجازه چا ته ورکوي چې خاوره یې زموږ پر ضد استعمال شي. دواړه هېوادونه باید دا اجازه ورنه کړي چې خاوره یې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره وکارول شي. دواړه هېوادونه باید هېڅ ډول وران کارو عناصرو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي.»

په دې تړاو بیا د اسلامي امارت دریځ دا دی چې نه یوازې پاکستان بلکې د هېڅ هېواد پر وړاندې به یې خاوره ونه کارول شي او نه هم چاته اجازه ورکول کېږي چې له افغانستانه نورو ته ګواښ پېښ کړي.

په همدې حال کې امیرخان متقي وویل، که د کابل او اسلام اباد ترمنځ شوي تازه هوکړې او پریکړې عملي شي، په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو پر ګټه دي.

متقي زیاته کړې: « دا نن چې کوم مجلسونه وشول، که په رڼا کې یې عمل وشي او دواړه طرفه یې عملي کولو ته توجه وکړي، دا به د دواړو هېوادونو په اقتصاد کې، په سیاست کې، په اړیکو او هرڅه کې ډېره مرسته وکړي او ښه پایله به ولري. موږ په همدې هیله یو.»

د امیرخان متقي او محمد اسحاق ډار ترمنځ په دې ګډه خبري ناسته کې د دواړو هېوادونو چارواکو وویل، پر څلورو مشترکو سترو اقتصادي پروژو لکه ټاپي، ټاپ، افغان ټرانس او کاسا زر یې هم خبرې کړې او تر ډېره په کې پرمختګونه هم شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist