• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بدر: د هېواد په زندانونو کې لسګونه بهرني وګړي بنديان دي

بدر: د هېواد په زندانونو کې لسګونه بهرني وګړي بنديان دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/19

واک ته د اسلامي امارت له بیا ځلې رسېدو سره سم د هېواد په مرکز او ولايتونو کې زندانونه مات او په لسګونه زره بندیان له زندانونو ووتل.

 خو تازه د زندانونو چارو د سمون ادارې پوځي مرستیال حبیب الله بدر له شمشاد سره په مرکه کې وايي، په تېرو شاوخوا درنيمو کلونو کې امنیتي ځواکونو هغه مجرمین چې د هېواد امنيت ته ګواښ پېښولی شي  بېرته نیولي دي.

بدر زیاتوي، اوس مهال اسلامي امارت په بندخونو کې شاوخوا ۱۳۰ بهرني وګړي بندیان دي.

د بدر په خبره، نېول شوي بهرني اتباع پر بېلابېلو جرمونو تورن دي چې ډېری برخه يې د ګاونډيو هېوادونو اوسېدونکي دي.

هغه زیاتوي:« له موږ سره د ټولو ولایتونو په بندخونو کې بهرني اتباع شته دي، ۱۰۰ تر ۱۳۰ کسان دي. جنايي قضیو کې او جعل کاریو کې بندیان دي. دا کسان د ګاونډیو هېوادونو دي.»

د بندخونو د چارو د سمون ادارې پوځي مرستیال وايي، ۱۲زره تنه چې یو زر او ۴۰۰ یې ښځې او ۳۰۰ تنه د اسلامي امارت غړي دي د بېلا بېلو جرمونو له امله د هېواد په بندخونو کې بندیان دي.

بدر دغه راز د اسلامي امارت په بندخونو کې هر ډول ربړونې او شکنجې راپورونه ردوي او زیاتوي، که څوک دا عمل ترسره کړي عدلیې او قضایي ارګانونو ته به يې وروپېژني.

د بدر په خبره، د بشر حقونو نړيوال  سازمانونه هم کولی شي چې د شته اندېښنو د رفع کولو لپاره  د افغانستان له بندخونو لیدنه وکړي.

هغه په دې اړه وايي:« په ټولو ولایتونو کې وهل، ټکول، تعزیر ورکول او ذهني فشار ورکول په مطلق ډول بندي دي. یو بهرنۍ مغرضې کړې دي، هغه کړۍ چې د افغانستان کړېدلی او ځورېدلی ولس تعزیز کوي او ذهني فشار پرې راولي چې ګواکې په زندانونو کې وهل، ټکول او ځورول دي، خو څوک به یې ثابت نه کړي. په کراتو یوناما هم دغه راپورونه خپاره کړې چې په بندخونو کې ښه ترتیب روان دی. سره صلیب هم دا پورته کړي او ټولو رسنیو دا خپاره کړي. موږ د ټولو پرمخ دروازې خلاصې کړي.»

د زنداندانو چارو د سمون ادارې پوځي مرستیال د شخصي زندانونو په اړه هر ډول ادعاوې ردوي او ډاډ ښې چې هېڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې شخصي زندانونه جوړ او خلک محاکمه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist