• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عمران خان: د پاکستان امنیتي ستونزې د افغان کډوالو په ایستلو نه هوارېږي

عمران خان: د پاکستان امنیتي ستونزې د افغان کډوالو په ایستلو نه هوارېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/17

داسې ښکاري چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو پرېکړه پخپله په دې هېواد کې د سياسي ګوندونو له غبرګون سره مخ ده.

 دا پرېکړه له نړيوالو غبرګونونو سربېره د پاکستان پخواني لومړي وزير او د تحريک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان له مخالفت سره هم مخ شوې ده.

خان چې دامهال په زندان کې دی ويلي یې دي، د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان اوسني حکومت پرېکړې عادلانه نه دي.

د خان په خبره، په ورته پرېکړو سره په پاکستان کې امنيتي مسايل د حل وړ نه دي او وړانديز يې کړی چې د يوې قانوني طرحې تر جوړولو پورې دې په جبر د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودرول شي.

هغه زیاته کړې:« د پښتونخوا په اسمبلۍ کې باید د افغان کډوالو په اړه یو داسې پرېکړه ‌لیک تصویب شي چې د افغان کډوالو ایستلو ته قانوني لاره جوړه شي او همدا راز دې د کډوالو ایستلو لړۍ وځنډول شي. موږ یوازې د کډوالو په ایستلو سره نه شو کولی چې د ترهګرۍ ستونزه حل کړو؛ ځکه د ستونزې حل لپاره اړتیا ده چې له افغان لوري سره په دې اړه پرله پسې خبرې وشي او دا څه د پښتونخوا فډرالي حکومت کولی شي.»

په ورته مهال، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين هم د کډوالو پر وړاندې د پاکستان دریځ ظالمانه بللی او هلته له مېشتو افغانانو یې غوښتي چې د دې پرېکړې پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي او په دې اړه پیل شویو لاریونونو کې دې ګډون وکړي.

پښتين په دې اړه  ویلي: « نن په چمن کې د مرکزي او ایالتي مشرانو او زرګونو ځوانانو د افغانانو د جبري او ظالمانه ایستلو پر ضد یو غټ احتجاجي لاریون دوام لري. دا یوه انساني مساله ده؛ د خاموشۍ وخت نه دی. له ټولو افغانانو غوښتنه کوو چې تر ممکنه حده په کې ګډون وکړي.»

بله خوا، د سیاسي چارو شنونکي د پښتين او عمران خان د دریځ ستاینه کوي او وايي، پاکستان په وار وار د افغانانو په ځورولو لاس پورې کړی او د دوی پر وړاندې يې له هېڅ ډول زور زياتي درېغ نه دی کړی.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « عمران خان د ظالمانو، جابرانو او انګلیسي غلامانو له آدرسه دا مهال خپله له یوه داسې سرنوشت سره مخامخ دی چې هلته ډیموکراسي، د انسانیت مقام، د اسلامیت رکن، د ګاونډیتوب قوانین هېڅ ارزښت نه لري. همدوی دي چې افغان کډوال یې له بدو ناخوالو سره مخامخ کړي دي.»

خو ځینې نور بیا وايي، د عمران خان د واکمنۍ په دوره کې هم افغان کډوال ځورول شوي، خو په خبره يې نوموړي يې دفاع نه ده کړې.

 دوی له نړیوالو غواړي چې له کډوالو سره د پاکستان چلن پر وړاندې جدي غبرګون وښيي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی  ځاځی وايي: « د عمران خان خبرې هسې د اوسپنو ټکول دي. عمران خان په خپلې واکمنۍ کې هم زموږ په هېواد کې د نړیوالو سیاسي اهداف پلي کړي، ده هم د افغانانو او افغانستان لپاره ښه کړنه نه ده کړې. له بلې خوا، ډېر د شرم او تأسف ځای دی چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه زموږ په هېواد کې د امریکا استازی خلیلزاد، چوپه خوله دي.»

‍د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، د اپریل له لومړۍ نېټې تر دې مهاله شاوخوا ۲۵ زره افغان کډوال له خیبرپښتونخوا او پاکستانه پر زور او جبر را ایستل شوي دي.

 دغه وزارت د را ایستل کېدونکو کډوالو لپاره د هر اړخیز چمتووالي ډاډ ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist