• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پوهنې وزارت د ساده شویو پروسو پلي کولو هوکړه لاسلیک شوه

د پوهنې وزارت د ساده شویو پروسو پلي کولو هوکړه لاسلیک شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/17

د چارو ادارې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په همکارۍ د پوهنې وزارت په بېلابېلو ریاستونو کې ۱۳۶ پروسې چې د مراجعینو کچه یې لوړه کړې وه، د ۱۰ میاشتو په موده کې ساده شوې دي.

د پوهنې وزارت چارواکي وایي، په هېواد کې د معیاري زده ‌کړو د کچې لوړولو ترڅنګ هڅه کوي د هغو ریاستونو پروسې ساده کړي چې زیات مراجعین لري.

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین عبدالخالق صادق وايي: « د چارو ادارې مسوولینو، مرستیال او دغه ټیم ته اطمینان ورکوو چې موږ ژمن یو او د دې پروسې عملي کېدل به پلي کوو.»  

په ورته مهال، د چارو ادارې چارواکي وایي، په وزارتونو او ادارو کې یې له ساده سازۍ موخه خلکو ته په لوړه کچه د خدماتو وړاندې کول، د فساد مخنیوی، د زياتو لګښتونو مخنیوی او د سهولتونو په رامنځته کولو سره د حکومت او خلکو ترمنځ د فاصلې له منځه وړل دي.

د چارو ادارې مرستیال سیف‌الدین طایب وايي: « یو هدف خلکو ته په وخت د خدمتونو رسول دي. کله چې پروسې ساده شي، خدمتونه په چټکه توګه خلکو ته رسول کېږي. دویم هدف د اداري فساد او بیوروکراسۍ له منځه وړل او کمول دي. که موږ ساده شوې پروسې په اساسي توګه پلې کړو، کاغذ پراني له منځي ځي یا کمېږي.»

بل پلو، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې چارواکي وایي، دریاست الوزراء له لوري د ۸۹۶ حکم پر بنسټ یې په ۱۳ ګڼ مراجعینو لرونکو وزارتونو کې ۹۴۲ پروسې ساده کړې او په خبره یې روان کال په پلان کې لري چې په ۲۵ نورو وزارتونو کې هم يو لړ سختې پروسې له تشخيص وروسته ساده کړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رییس محمد طاووس طارق وايي: « دا هغه وزارتونه وو چې په کې ۹۴۲ پروسې ساده او هېوادوالو ته وړاندې شوې. دا ریاست راتلونکی کال په خپل پلان کې لري چې په ۲۵ نورو وزارتونو او خپلواکو ادارو کې هم ځنډنۍ پروسې په ګوته او ساده کړي.»

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د چارواکو په خبره، تېر کال د ظرفیت لوړونې په موخه ۱۲ زره کسانو ته زده ‌کړې ورکړل شوې دي او د دې ادارې د تعییناتو ریاست له لوري له شاوخوا ۲۰۰ زرو کسانو ازموینې اخیستل شوي دي چې ۳۱ زره هغه یې په وزارتونو او ادارو کې پر دندو ګومارل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist