• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: پاکستان ښايي د کډوالو په جامه کې داعش افغانستان ته واستوي

خلیلزاد: پاکستان ښايي د کډوالو په جامه کې داعش افغانستان ته واستوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/17

پاکستان د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال د اپریل له پیل راهیسې د زرګونو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او ټینګار یې دا دی چې له دې هېواده د افغان تابعیت (اې.سي‌.سي) کارټ لرونکي او نور ناقانونه افغان کډوال به وباسي.

د جبري اخراج دې لړۍ ته په کتو، تازه د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، باخبره سرچینو ورته ویلي چې ښایي پاکستان د افغان کډوالو په منځ کې افغانستان ته داعش جنګيالي واستوي.

خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، پاکستان د افغان کډوالو جبري اخراج د داعش د انتقال لپاره پلمه کړې چې په خبره يې دی هم ورته اندېښنه لري.

هغه زیاته کړې:« با خبره کسانو راته وویل چې کېدای شي پاکستان د افغان کډوالو له اخراجولو استفاده وکړي او داعش افغانستان ته واستوي. زه په دې اندېښنه کې شريک يم.»

ډېرو کډوالو د ایستل کېدو په جريان کې خپلې شتمنۍ او ملکیتونه له لاسه ورکړي او ان داسې راپورونه ورکړل شوي چې پاکستان کې د دوی شتمنۍ ضبط شوې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، د راستنېدونکو کډوالو لپاره بشپړ چمتوالی لري او له ټولو امنیتي ارګانونو سره پر ګډه د افغان کډوالو د راستنېدو پروسه څاري.

حقاني په دې اړه وايي: « د دې لپاره اسلامي امارت پوره چمتوالی لري. له موږ سره استخبارات، وزارت داخله او دفاع وزارت موجود دي. هغه افغانان چې خپل هېواد ته راستنېږي، پوره سکن کېږي او وروسته اجازه ورکول کېږي چې هېواد ته راشي.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا یادو اندېښنو ته په اشاري وایي، امنیتي ارګانونه دې د کډوالو راتګ پر مهال له پوره احتیاط کار واخلي، ترڅو پاکستان د داعش غړي د کډوالو په توګه را ونه لېږدوي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالصادق حمیدزوی وايي: « که خپل افغان وي یا بل هرڅوک، خو چې افغانستان ته راځي باید لپاره یې بشپړ تدابیر ونیول شي، له چک او راجسټر نیولي تر هغو ټولو لوازمو پورې په پام کې ونیول شي چې د امنیت لپاره اړین دي. باید په خوش باورۍ مخ ته لاړ نه شو، موږ د جدیت له مخې کولی شوی د خپل ځان او هېواد امنیت وساتو.»

له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اخراج په لړ کې افغانستان ته د داعش د احتمالي لېږدېدو په اړه دا اندېښنې داسې ‌مهال دي چې موده وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معين شېر محمد عباس ستانکزي له شمشاد سره په مرکه کې ویلي و چې داسې شواهد لري چې ښيي داعش په پاکستان کې مرکزونه لري او د دې هېواد د پوځ له لوري روزنه ورکول کېږي او تمویلېږي.

د سیاسي چارو شنونکي هم وايي، په پاکستان کې د داعش د غړیو نیول د دې ښکارندويي کوي چې دا ډله د افغانستان برعکس په پاکستان کې ده.

د  پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « خلیلزاد او امریکا په دې ښه پوهېږي چې پاکستان د ترهګرو او وسله والو ډلو ځاله ده. کوم ناروا جنایتونه چې پاکستان او ایران یې زموږ له مهاجرینو سره کوي، تاسو د پاکستان پر وړاندې د خلیلزاد کوم غبرګون لیدلی یا اورېدلی دی؟ دا ځکه چې پاکستان په سیمه کې د امریکا او انګلیس د پلانونو استازیتوب کوي.»

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « په دې کې شک نه شته چې پاکستان غواړي د کډوالو د جبري اخراج په پلمه داعش وسله وال یا نورې ترهګرې ډلې افغانستان ته واستوي او دا به په سیمه کې د بې نظمۍ او نا امنیو سبب شي.»

وروستیو کلونو کې له پاکستان سره د افغانستان اړیکې په بې مخینې توګه خرابې شوې دي. د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې نښتې، په کراچۍ بندر کې د سوداګرو د ټرانزیټي توکو درول او له دې هېواده د افغان کډوالو جبرې ایستل هغه څه دي چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې سیوری غوړولی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist