• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي له قزاقستاني پلاوي سره لیدنه کې د تعامل پر پراختیا ټینګار کړی

متقي له قزاقستاني پلاوي سره لیدنه کې د تعامل پر پراختیا ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/16

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د قزاقستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسسټېټيوټ له ریيس یرکین توکوموف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه تعامل په لا ټینګښت او پراختیا ټینګار کړی.

متقي په دې لیدنه کې د خبرو پرمهال زیاته کړې، هېواد یې تمه لري د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پرمختګ وکړي او د سیاسي اړیکو کچه نوره هم لوړه شي.

 د متقي په خبره، قزاقستان له افغانستان سره د واقیعتونو پر بنا اړیکې پالي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل د دغې لیدنې د جزییاتو په اړه وايي: « متقي صاحب وویل، افغانستان د قزاقستان جمهوریت ته د نږدې ملګري هېواد په سترګه ګوري او موږ هیله لرو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته مثبت تعامل به لا نور هم پراخ شي. د هغه په وینا، افغانستان هیله لري چې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د پرمختګونو ترڅنګ د سیاسي اړیکو کچه د اوس په پرتله نوره هم لوړه شي.»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، د قزاقستان ترڅنګ د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د اړیکو ټینګښت او تعامل له سیاسي او اقتصادي پلوه د افغانانو پر ګټه دی او زیاتوي چې باید د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم تعامل رامنځته شي.

د دوی په اند، له ګاونډیوهېوادونو، سیمې او نړۍ سره د اړیکو لا ټینګښت او تعامل د پراختیا لپاره په کار ده چې چټک او ګړندي ګامونه واخیستل شي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شهزاده مسعود وايي: « په مجموع کې د سیمې له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه د مرکزي آسیا له هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو جوړول ډېر اړین دي. د مرکزي آسیا له هېوادونو سره هم په سیاسي او هم په اقتصادي لحاظ دغه ډول ناستې اهمیت لري. زه هیله لرم په سیمه ییزه او نړیواله کچه د تعامل داسې لاره خپله شي چې د افغانستان ملي ګټې په کې نغښتې وي.»

د سیاسی چارو تحلیل کوونکی عزیز معارج وايي: « دا لیدنې هم د افغانستان او هم د قزاقستان لپاره په سیاسي او اقتصادي لحاظ ګټه لري. قزاقستان له ډېر پخوا راهیسې د اړیکو جوړولو ته علاقمندي لرله، نو باید د دې لپاره باید ښه تدابیر ونیول شي او ښه خبره دا ده چې د افغانستان د چارواکو له خوا یې هم ښه هرکلی شوی.»

په ټوله کې باور دا دی چې د منځنۍ آسیا هېوادونه د اسلامي نړۍ ترڅنګ له غربي هېوادونو او نړیوالو سره نږدې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري او له دوی سره د افغانستان د تعامل پراختیا د افغان حکومت له رسمیت پېژندنې سره مرسته کولی شي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « دا هېوادونه د نړیوالو لپاره مهم دي، ځکه چې هم یې جغرافیايي موقعیت مهم دی او بل دا هېوادونه له خلیج، اروپا، افریقا، استرالیا او امریکا سره مثبتې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.»

په دې لیدنه کې قزاقي پلاوي ډاډ ښودلی چې  د هېواد مشر یې افغانستان ته ځانګړې پاملرنه لري چې له امله یې د کابل او آستانې ترمنځ پراخ تعامل رامنځ ته شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په دې لیدنه کې د افغانستان د بیا رغونې، زېربناوو جوړونې، په کرنیزو، سوداګریزو او صنعتي برخو کې پرهمکاریو او همدا راز د برېښنايي حکومتولۍ په برخو کې پرهمکاریو هم بحث شوی.

په همدې حال کې کابل ته د قزاقستان راغلي پلاوي د سوداګرۍ او صنعت وزارت له سرپرست نور الدین عزیزي سره هم لیدلي او د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا یې خبرې کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist