• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فډراسیون: د افغان کډوالو جبري اخراج افغانستان کې بشري وضعیت لا سخت کړی

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فډراسیون: د افغان کډوالو جبري اخراج افغانستان کې بشري وضعیت لا سخت کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/16

د اپریل له لومړۍ نېټې د پاکستان له لوري په جبري توګه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ پيل کېدو په اړه غبرګونه او غندنې لاهم دوام لري.

تازه د سره صلیب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فډراسيون هم په دې اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د پاکستان له لوري په زور د افغانانو ایستلو په افغانستان کې بشري وضعيت نور هم سختولی شي.

دې فډراسيون په يوه اعلامیه کې ماشومانو ته د روغتیا، خوړو، سرپناه او نورو بشري بېړنیو مرستو پر رسونې ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د مرستو په زياتولو سره په افغانستان کې د زیاتېدونکي بشري ناورین مخنیوی وکړي.

د سره صلیب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فډراسيون ویلي: « افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو بشري اړتیاوې ډېرې دي. ډېرو په پاکستان کې خپل ژوند او شخصي مالونه پرېښي دي. ماشومان چې ډېری یې له وړاندې له خوارځواکۍ سره مخ دي او ځانګړي پاملرنې ته اړتیا لري.  ډېری کورنۍ د سفر په جریان کې جلا شوې او د کورنیو اړیکو د بیارغولو لپاره مرستې ته اړتیا لري. اوږد مهاله مرستې ته به هم اړتیا وي، ترڅو خلکو سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې خپل ژوند بیا پیل کړي.»

له دې سره، سويس د سره صلیب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فډراسيون له لارې له اړمنو افغانانو سره ۷۵۰ زره  سویسي فرانکه مرسته وکړه چې اړمنو افغانانو ته به پرې د خواړو، سرپنا او د ژوند نورې اساسي اړتياوې برابرې کړای شي.

همدارنګه اسلامیک ریلیف راپور ورکړی چې افغان کډوال اړ کړای شوي چې خپله ټوله شتمني او د کور وسایل په پاکستان کې پرېږدي. د دې سازمان په خبره، زرګونه کسان یوازې له خپلو جامو سره له پاکستان ایستل شوي دي.

اسلامیک ریلیف سازمان ویلي: « زموږ د موندنو پر بنسټ، زرګونه افغانې کورنۍ یوازې د خپل تن له کالیو سره له پاکستانه ایستل شوي. د کډوالو ایستلو نوې څپه بې سارې ده؛ ځکه چې ډېری ایستل شوي کډوال پرته له سرپناه، خوړو، پیسو او اوبو افغانستان ته ننوځي او ویلی شو چې لسګونه زره افغانان کله چې افغانستان ته ورسېږي، په لنډمهالو کمپونو کې له سختو شرایطو سره مخ دي.»

خو په پاکستان کې پاتې افغان کډوال له ياد هېواد غواړي چې د افغانانو د ایستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي او د تفاهم او خبرو له لارې د افغان کډوالو موضوع وڅېړي.

په پاکستان کې دېره افغان کډوال ملک مجاهد شينواری وايي: « له دې سربېره د پاکستان په مختلفو ځایونو کې مشرانو، د مهاجرینو رییسانو او استازو د پاکستان له حکومت څخه بیا بیا غوښتنه کړې چې د افغان مهاجرینو د ستنولو دا لړۍ ودروي؛ ځکه چې له یوې خوا ګرمي ده او له بلې خوا افغانستان کې هم د کار زمینه ورته برابره نه ده، هلته کورونه نه لري. دا خلک ډېر په تکلیف دي او که له دې ځایه لاړ شي، تر شنه آسمان لاندې به ژوند تېروي او لپاره یې هېڅ ډول سهولت نه شته.»

د کډوالو وضعیت ته په کتو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د اپریل له پيل راهیسې شاوخوا ۱۳ ورځو کې له ۳۲ زرو زیات افغان کډوال له پاکستانه په زور او جبر سره هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

د ياد وزارت د مسوولانو په خبره، له دې شمېر راستنو شویو سره د خوړو، درملو، استوګنځای، څښاک اوبو له مرستو سربېره، دوی ته د نغدي مرستو او د کور اړتیاو وړ توکو ورکولو په شمول، اصلي مېنو ته د دوی ستنولو اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: « د اپریل له پیل تر ۱۳ تاریخ پورې شاوخوا ۳۲ زره ۸۹۸ تنه افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي. له دغو راستنو شویو سره د هېواد په فرضي دروازو کې بېړنۍ مرستې شوې، د ټرانسپورټ زمینه ورته برابره شوې او خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي. د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د افغانستان اسلامي امارت له خوا په لویه کچه چمتوالی نیول شوی او دوی ته په ساحه کې لنډمهاله کمپونه جوړ شوي.»

له بلې خوا، د اسلامي امارت د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند پر مشرۍ د کابینې ۱۷مه غونډه کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون ته دنده سپارل شوې چې هېواد ته راستنېدونکو اړمنو او مستحقو کډوالو ته په مشخصو ښارګوټو کې د ځمکو د وېش لړۍ پيل کړي.

ارګ وايي، د کابینې په ناسته کې د یاد کمیسیون ټولې کمېټې د کډوالو اړوند ښارګوټو کې په منظم ډول د چارو په ترسره کولو مکلفې ګرځول شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist