د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې، افغانستان لاهم د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د ناچاوده توکو له ګواښ سره مخ دی.
د ماينونو او ناچاوده توکو په اړه د عامه پوهاوي او پر وړاندې يې د مبارزې له نړيوالې ورځې نږدې دوې اوونۍ وروسته، د اسلامي امارت حکومتي چارواکي هم دغه ورځ نمانځي.
له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې چارواکو د مالوماتو له مخې، لاهم د افغانستان له زر کیلومټره مربع زیاته ځمکه په ماینونو او ناچاوده توکو پوښلې ده چې د خلکو ژوند يې له ستونزو سره مخ کړی.
د یادې ادارې سرپرست نورالدین ترابي وايي، ناچاوده توکي لاهم هره میاشت لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړوي او په خبره يې که څه هم جګړه ختمه شوې، خو لاهم ناچاوده توکو خلکو ته سر خوږی جوړ کړی.
ترابي زیاتوي:« تقریبا ًهره میاشت افغانستان کې له۵۰ تر ۶۰ کسانو د ماینونو ښکار کېږي. دا شمېره کله لوړه او کله ټیټه وي.»
ځني نور چارواکي له نړیوالو غواړي چې د ماین پاکۍ په برخه کې دې له افغانستان سره همکاري زياته کړي.
د دوی په خبره، تېر کال په ټول افغانستان کې د ناچاوده توکو او تر ځمکې لاندې ماینونو ۳۲۶ پيښې رامنځته شوې چې له ۶۰۰ زیاتو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
دوی زیاتوي، که د ماين پاکۍ په برخه کې نړيوال له افغانستان سره همکاري وکړي، نو دا امکان شته چې تر راتلونکو شپږو کلونو پورې به افغانستان په بشپړ ډول د ماینونو او ناچاوده توکو له شتون پاک شي.
له پېښو سره د مبارزي د چمتووالي ملي ادارې د انسجام رییس نورالدین روستم خېل وايي: « یوازې تېر کال د ټول هېواد پر کچه د ماینونو او ناچاوده توکو له امله ۳۲۶ پېښې ثبت شوې دي چې له امله یې ۶۱۳ تنه شهیدان او ژوبل شوي دي. دغه پېښې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته هم ادامه لري او اندېښمنوونکې دي.»
په ورته مهال، ځينې نور حکومتي چارواکي وايي، نړیوال باید ورته مناسبتي ورځې د عملي ګامونو په پورته کولو سره ونمانځي، ترڅو د افغانستان ترڅنګ نور هېوادونو هم د ناچاوده توکو له خطره پاک شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست مطعالحق خالص وايي: « که په دې ډول مسایلو په نړیوالو سټېجونو باندې بحث وشي، دا به زموږ لپاره ډېره مهمه وي؛ ځکه دا ځپل شوي ولسونه به ترڅو پورې فریاد کوي او ورځې به نمانځي. دا سمه ده چې دغې برخې ته ډېره پاملرنه په کار ده او باید مسلسل کار پرې وشي، خو کله کله د همدوی له لاسه پېښو شویو مسایلو ته سیاسي رنګ ورکول کېږي او دا ملتونه له دې درکه هم ځپل کېږي.»
د ماین پاکۍ موسسو مسوولین بيا شکایت کوي چې د ماين پاکولو ډېری موسسې د بودیجې او د مسلکي کسانو له کمبود سره مخ دي.
د ماین پاکۍ د یوې موسسې مشر نثار احمد عمرزی وايي: « په هېواد کې پر ۲۰۲۱ کال د سیاسي بدلون راتګ پر ماین پاکۍ هم اغېز وکړ او دغه کار له بده مرغه د نړیوالو له خوا له سیاسي چلن سره مخ شو. دا چلن د دې سبب شو چې د ماین پاکۍ چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شي او د راپورونو پر بنسټ د ۱۵ زره ماین پاکانو له ډلې یوازې ۳ زره په دندو کې پاتې دي او دا کچه نوره هم د کمېدو خواته روانه ده.»
په دې غونډه کې د چارواکو بل بحث د نړيوالو له لوري له افغانستان سره پر بشری مرستو ورټول و. دوی غوښتنه کوي چې نړيوال دې خپلې مرستې دوامداره او له سیاست لرې وساتي.