• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نیکلاسن: د ماموریت پایمې افغانستان کې د اروپايي ټولنې د تګلارې بدلون نه دی

نیکلاسن: د ماموریت پایمې افغانستان کې د اروپايي ټولنې د تګلارې بدلون نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/15

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي په توګه د توماس نیکلاسن ماموریت په رسمي توګه پای ته ورسېد.

توماس نیکلاسن وايي، د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه یې ماموریت د روان زېږدیز کال د مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلی.

هغه په ۲۰۲۱ کال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه خپل ماموریت پېل کړ او د ماموریت له پیل دوې میاشتې وروسته یې د اسلامي امارت سرپرست حکومت په افغانستان کې حاکم شو.

نیکلاسن وايي: « زما د مامویت پای ته رسېدل به  د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې په دریځ کې هېڅ بدلون را منځته نه کړي. اروپايي ټولنه به په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي. دا د افغانستان له خلکو سره د ژمنتيا ښکارندويي کوي. د اروپايي ټولنې د ګټو او ارزښتونو د ساتنې ترڅنګ دا ټولنه  له افغانستان او شریکانو سره یې د یو شمېر اصولو له مخې اړیکې ساتي.»

د نیکلاسن په خبره، دا مهال د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړې استازولۍ مسوولیت به د افغانستان او پاکستان لپاره د درين دريا په نوم د دې ټولنې یو ډېپلومات د لنډ وخت لپاره مخته یوسي.

نوموړی زياتوي، د ماموریت پای یې د افغانستان پر وړاندې د اروپایي ټولنې د سیاست بدلون په مانا نه دی او ارپايي ټولنه به په افغانستان کې خلکو ته د ژمنتيا او د دې ټولنې د ګټو او ارزښتونو د ساتنې په هدف خپل حضور ته دوام ورکړي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی ابولحسن صالحي وايي:« په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي شتون او د فعالیتونو ادامه د ستاینې وړ ده؛ ځکه چې په یوه هېواد کې د نړیوالو څارونکو شتون ډېر اهمیت لري.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « د افغانستان له خلکو د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه اروپايي ټولنې ملاتړ په داسې شرایطو کې چې د افغانستان خلک دغه ملاتړ ته سخته اړتیا لري، له ډېر اهمیت برخمن دی، ترڅو له اروپا سره د افغانستان اړیکې ورځ تر بلې لا پراخې شي.»

اروپايي ټولنې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې له افغانستان سره ۱.۶ میلیارد یورو په ارزښت بشري مرستې کړې او مسووليت يې په افغانستان کې اړمنو ته د بشري مرستو برابرول، د افغانستان او اروپایي ټولنې د سیاسي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره کار کول دی.

اوس پوښتنه دا ده چې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ماموریت د افغانستان لپاره څومره اغېزناک و؟

د نړیوالو اړیکو شنونکی مرتضی مطهري وايي: « په دې ډول شرایطو کې د نوموړي د ماموریت پای د افغانستان د خلکو لپاره مناسب نه دی، باید خپلې همکارۍ ته یې ادامه ورکړې وای.» 

بله خوا، د اقتصاد وزارت د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې مرستې له افغانانو سره مهمې او اغېزناکې ګڼي او له اروپایي ټولنې غواړي چې له افغانستان سره په اوسنیو ناوړه اقتصادي شرايطو کې خپلې مرستې ډېرې کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « په افغانستان کې د نړیوالو ادارو او سیمه ییزو اتحادیو د استازو موجودیت هغه مهال بریالی او اغېزناک بللی شو چې د افغانستان د خلکو پر ګټه وي، د افغانستان او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په جوړولو او پراختیا کې رول ولوبوي، شته ابهامات او ناسم تفاهم په له منځه وړلو کې اغېزناک ثابت شي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه او انکشافي مرستو په برخه کې لا فعال او جدي رول ولوبوي.»

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې مخکېني ځانګړي استازي توماس نیکلاسن دوې میاشتې وړاندې په یوه خبرې کنفرانس کې ویلي و چې د اروپایي ټولنې د تعامل او د افغانانو ملاتړ لپاره اړتیا ده چې د افغانستان سرپرست حکومت ځینو مسایلو ته په بېړه رسېدنه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist