• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د شهباز شریف ادعا؛ د پاکستان ضد عناصر د افغانستان په خاوره کې دي

د شهباز شریف ادعا؛ د پاکستان ضد عناصر د افغانستان په خاوره کې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/15

اسلام ‌اباد یو ځل بیا خيبرپښتونخوا او پاکستان کې د ناامنیو او بریدونو پړه پر کابل اچولې.

د دې هېواد لومړي وزیر شهباز شریف تور پورې کړی چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) د افغانستان له خاورې په ګټنې سره د ډيورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ته په قبايلي سيمو او خيبرپښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو پر اهدافو بريدونه کوي.

شریف ویلي: « موږ د افغانستان سرپرست حکومت ته په ځلونو ویلي چې د دوحې له هوکړې سره سم نه شي کولی په خپله خاوره کې ترهګرۍ ته د فعالیت اجازه ورکړي. خو له بده‌مرغه ټي‌ټي‌پي، داعش خراسان څانګه او نورې ډلې له هماغه ځایه عملیات کوي او دلته د پاکستان خلک وژني. زه په دې باور یم، که څه هم له یوې خوا دغه قربانۍ بې ‌ځایه نه ځي؛ خو له بلې خوا مې افغانستان ته مشوره دا ده چې په سملاسي ډول دې یادې وسله‌ والې ډلې کنټرول کړي او په هېڅ صورت دې هغوی ته د افغان خاورې د کارونې اجازه نه ورکوي.»

اسلامي امارت تل دغه ډول څرګندونې ناسمې ادعاوې ګڼي او د ردولو ترڅنګ يې ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي، اسلامي امارت د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او نه هم کومې ډلې ته په افغانستان کې د نورو د امنيت خرابولو په موخه ځای ورکوي.

د فطرت زیاتوي: « موږ پخوا هم دغه شان ادعاوې رد کړې او اوس یې هم ردوو. افغانستان د پاکستان پر ضد هېڅ ډول اقدام او فعالیت ته اجازه نه ورکوي او د پاکستان دننه امنیتي پېښې په افغانستان پورې اړه نه لري. دا د پاکستان کورني مشکلات دي او باید خپلې ستونزې په کوردننه حل کړي او دغه راز د خپلو ناکامیو او غلطو سیاستونو پړه دې پر افغانستان نه اچوي. موږ په دې ارتباط ټولې ادعاوې ناسمې بولو او ردوو یې.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، د تاریخ په اوږد کې له افغانستانه نورو ته ګواښ نه دی پېښ شوی، خو په خبره يې د توند لارو ډلو مرکزونه او پټنځایونه د افغانستان په خاوره کې نه بلکې له ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې موجود دي.

دوی زياتوي، اوس پاکستان د خپلو ناسمو پالیسیو او بنسټ پالنې په لومه کې راګیر دی، خو هڅه کوي چې د تورونو په پورې کولو سره د ملامتۍ بار پر نورو واچوي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « افغانستان خپلو کړیو تعهداتو ته ژمن دی. د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته تهدید نه دی شوی او نه هم اوس دا تهدید شته. د پاکستان لومړی وزیر باید پوه شي چې د ترهګرو پټنځایونه له ډیورنډ فرضي کرښې ها خوا موجود دي. افغانان نړیوال پولیس نه دي چې د دوی په خپلو واک سیمو کې له شته وسله والو ډلو سره مبارزه وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « اصلي خبره دا ده چې ټولې سخت دریځې ډلې د پاکستان له خوا روزل شوې، حمایه شوې او انګېزه ورکول کېږي. اوس چې دوی خپله له دغو ډلو سره لاس په ګرېوان دي، نو بیه به یې هم پرې کوي.»

له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې پاکستاني چارواکو تل افغانستان تورن کړی چې له خاورې يې ورته ګواښ پېښ دی، خو سرپرست حکومت تل دغه ادعاوې بې بنسټه ګڼلې او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان له خوا به هېڅ هېواد ته زیان ونه رسېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې
افغانستان

بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

مې 13, 2025
پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې
افغانستان

پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

مې 13, 2025
د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی
افغانستان

د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

مې 13, 2025
ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي
افغانستان

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025

وروستي خبرونه

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

مې 13, 2025
پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

مې 13, 2025
د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

مې 13, 2025
افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist