د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو.اېف.پي) په تېرې مارچ میاشتې کې د بېوزلۍ او لوږې په اړه راپور خپور کړی.
یاد پروګرام په دې میاشتني راپور کې ویلي، د امریکا په بشري مرستو کې رامنځته شوی کموالي په افغانستان کې د خوړو ناامني زياته کړې او دې کار تر ډېره هغه کورنۍ اغېزمنې کړې دي چې د ورځني ژوند اتکا یې تر ډېره پر همدې مرستو وه.
د راپور یوه برخه: « د امریکا بشري مرستو ځنډېډل او په ځانګړي ډول د خوارکي توکو مرستو په برخه کې د ملاتړ بندېدلو د خوراکي ناامنۍ جدي ګواښ رامنځته کړی. دغه ګواښ تر ډېره هغه بېوزله کورنۍ اغېزمنې کړې دي چې ورځنۍ چارې یې پر بهرني ملاتړ متکي وې. د مرستو دغه بندېدل د انفلاسیون کچې او له پاکستانه د کډوالو په شمېر کې له زیاتوالي سره هممهاله رامنځته شول. راستانه شوي کډوال دا مهال بېړنیو بشري مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.»
راپور کې دغه راز ویل شوې، له پاکستان او ایران څخه د ایستل کېدونکو افغانانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالي په افغانستان کې خوراکي توکو ته اړتیا لاپسې زیاته کړې ده.
راپور کې، په افغانستان کې د انفلاسیون کچه لوړه ښودل شو ې او ویل شوې د پيسو پړسوب دغه کچه د تېر کال د جنورۍ میاشتې په پرتله څه باندې ۹سلنه لوړه شوې.
د راپور یوه برخه: « د ۲۰۲۵زېږدیز کال له فبرورۍ راهیسې په افغانستان کې د انفلاسیون کچه ۰.۳ سلنو ته رسېدلې چې دغه څه د ۲۰۲۴زېږدیز کال د جنورۍ پرتله چې په کې دا کچه ۱۰.۲سلنه وه، زیاتوالی ښيي. دغه راز د خوراکي توکو د انفلاسیون کچه په همدې موده کې له ۷.۲ سلنو څخه ۲.۲ سلنې ته لوړه شوې ده.»
په دې راپور کې وړاندې راغلي، له دې هر څه سربېره د افغانیو په ارزښت کې بدلون نه دی راغلی او په دې موده کې یې د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت ساتلی دی.
بل پلو د اقتصادي چارو شنونکي د بشري مرستو په اډانه کې که څه هم د امریکا او نړیوالې ټولنې بشري مرستې لنډمهاله خو ګټورې بولي، خو له بلې خوا په ټولنه کې د بېوزلۍ ګراف د راټیټولو او د کاري فرصتونو د ایجادېدو په موخه پر اوږدمهاله پانګونې ټینګار کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « هغه مرستې چې د بشردوستانه مرستو په چوکاټ کې افغانستان ته ورکول کېږي، دا لنډمهاله مرستې دي چې یوه ورځ به حتمن کمېږي. اصلي خبره دا ده چې موږ باید په اقتصادي او انکشافي برخو کې مرستې جذب کړو؛ ترڅو نړۍ له افغانستان سره په اقتصادي پرمختګ کې مرسته وکړي او حکومت وکولی شي خپل ستراتیژيک او اوږدمهاله پلانونه عملي کړي او له دې سره په هېواد کې د فقر او بې کارۍ ګراف هم راټیټ شي.»
د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي:« د ډالر په مقابل کې د ارزښت کمېدل لامل شوې چې په بازار کې د اغېزناکې تقاضا کچه ټیټه شي. دغه اغېزناکه تقاضا د خرید قدرت نه لرلو له امله ده. په ټولیزه توګه، موږ په افغانستان کې د مصرف له یو ډول بحران سره مخ یو او دا بحران هم د خرید قدرت کمېدو څخه سرچینه اخلي.»
د خوړو نړیوال پروګرام په خپل یوه بل راپور کې افغانستان د خوارځواکو ماشومانو له درکه هم له بحراني حالت سره مخ بللی او ویلي یې دي چې اصلي لامل یې د یاد سازمان په بودیجه کې د پام وړ کموالی بلل شوی.
د دې سازمان اټکل ښيي چې دا مهال ۳.۵ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله نیم میلیون زیاتوالی ښيي.