• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ابراهیمي: تېر کال د کارموندنې لسګونو خصوصي شرکتونو پلټنه شوې

ابراهیمي: تېر کال د کارموندنې لسګونو خصوصي شرکتونو پلټنه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/15

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بې کارۍ له منځه وړلو په برخه کې د خپلو هڅو خبر ورکوي.

د یاد وزارت مسوولین وایي، په تېر۱۴۰۳ لمریز کال کې دغه وزارت بریالی شوی چې د کارموندنې د ۲۳ شرکتونو فعاليتونه وپلټي او په دې توګه يې د يادو شرکتونو د خدمتونو څرنګوالی او مؤثريت تثبيت کړی دی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي په دې اړه د ارزونو په لړکې تېر کال ۵ نویو شرکتونو ته د فعالیت جوازونه صادر او همدا راز د ۱۱ شرکتونو جوازونه لغوه شوي دي.

ابراهیمي زیاتوي: « د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري ځواک عمومي ریاست اړوند د کارموندنې د خصوصي شرکتونو د انسجام څانګه په دې باندې توانېدلې ده چې په تېر کال کې له ۲۰ زیاتو خصوصي شرکتونو پلټنه وکړي. له دې ډلې پنځو نویو شرکتونو ته د کارموندنې په برخه کې د فعالیت جوازونه ورکړي دي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند دغه راز وايي، تېر کال د کارموندنې خصوصي شرکتونو د هڅو په پايله کې شاوخوا ۳ زرو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوې دي.

ابراهیمي په دې اړه وايي: « له نېکه مرغه ۷ زره ۳۰۰ څخه زیاتو هېوادوالو یادو شرکتونو ته د کارموندنې په موخه مراجعه کړې چې له ډلې یې شاوخوا ۳ زره او ۵۰۰ کسانو ته په خصوصي سکټور، شرکتونو او موسسو کې د کار زمینه برابره شوې ده.»

په ورته مهال، یو شمېر هېوادوال په غیر قانوني لارو له هېواد څخه د ځوانانو د مهاجرت اړوند مجبوريتونو ته په کتو وایي، که سرپرست حکومت کاري فرصتونه برابر نه ‌کړي، ښايي له هېواده د کډوالۍ کچه لازیاته شي.

د کابل اوسېدونکی احمد سیر وايي: « دا مهال خلکو او په ځانګړې توګه ځوانانو ته د کار زمینه برابره نه ده او په داسې حال کې چې ګڼ شمېر کسان له پوهنتونونو د کادر په توګه فارغ دي، تر لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا پورې زده کړې لري، خو له بې کارۍ ځورېږي. دغه کسان مجبور دي چې دلته د بې کارۍ له امله، په غیر قانوني، قاچاقي او خطرناکو لارو بهرنیو هېوادونو ته مهاجرت وکړي.»

د کابل یو تن اوسېدونکی مرتضی وايي: « ډېر کسان او زموږ خپل ملګري همدا اوس په ډېرو سختو لارو ایران ته روان دي. که دوی ته په هېواد کې دننه د کاروبار زمینه برابره شي، له یوې خوا به هېواد جوړ شي، اقتصادي ګټه به ولري او له بلې خوا به بهرنیو هېوادونو ته له تلو هم مخه ونیول شي.»

د کاري فرصتونو د کموالي په اړه د عامو خلکو اندېښنې په داسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو وروستیو موندنو له مخې، د افغانستان شاوخوا۵۰ سلنه وګړي له ۲۴ تر ۶۵ کالونو عمر لرونکي دي چې د نړۍ پر کچه د ځوانې بشري قوې له مخې له ۲۰ مخکښو هېوادونو ګڼل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist