• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام: د افغانستان نږدې نيمايي وګړي له شديدې لوږې سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام: د افغانستان نږدې نيمايي وګړي له شديدې لوږې سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/14

د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو.اېف.پي) یوځل بیا د افغانستان د اقتصادي وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې او ناوړه یې بللی دی.

د یاد پروګرام افغانستان څانګه وايي، په دغه هېواد کې اوس‌ مهال خلک له ناوړه اقتصادي وضعیت سره لاس او ګرېوان دي او له همدې امله بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

یاد پروګرام موندلې چې اوس‌ مهال شاوخوا ۱۵ ميليونه افغانان چې له شديدې لوږې سره مخ دي، نه پوهېږي چې خواړه څنګه پيدا کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې: « په افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي خپلو راتلونکو خوړو ته حیران دي او د پیدا کولو وس یې نه ‌لري.»

د خوړو نړیوال پروګرام له نړیوالو بسپنه ورکوونکو غوښتي چې د افغانانو لاسنیوي له لارې د لوږې په له منځه وړلو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

سرپرست حکومت بیا د نړیوالو سازمانونو دا ډول راپورونه ردوي او په خبره یې، حکومت د بنسټیزو پروژو د عملي کولو پلان لري او غواړي په دې توګه خلکو ته د کار موندنې فرصتونه برابر کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معين عبداللطیف نظري وايي: « ځینې هغه راپورونه چې د فقر او بېوزلۍ په اړه خپرېږي، له مبالغې ډک دي. د افغانستان اسلامي امارت د فقر کمولو لپاره د کارموندنې پروژې تر لاس لاندې لري، ترڅو وکولی شي له دې لارې د خلکو د خرید قدرت زیات او بېوزلي له منځه یوسي.»

د سیاسي چارو شنونکي په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په تړاو وېشلی نظرونه او بېلابېلې غوښتنې لري.

یو شمېر شنونکي د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنۍ کنګل کول د اوسني ناوړه اقتصادي وضعیت بنسټیز لاملونه بولي او له نړیوالو سازمانونو غواړي چې افغانان په اوسني ناوړه اقتصادي وضعیت کې یوازې پرېنږدي.

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « که ریښتیا هم دوی ته د افغانستان د خلکو بېوزلي مهمه ده، باید هڅه وکړي چې د افغانستان د خلکو کنګل شوې شتمني آزاده کړي او ترڅنګ یې بشري مرستې سیاسي نه کړي. په تېرو څلورو کالو کې ټول موضوعات د تقابل له مخې وو، ترڅو پر سرپرست حکومت فشارونه زیات کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « د نړیوالو خیریه موسسو مسوولیت دا دی چې اوس له افغانستان سره د تېر پرتله ډېره مرسته وکړي او په دې اړه نړیوال اصول او قوانین په پام کې ونیسي.»

د ښځو د حقونو فعالانې بیا وایي، د نجونو او ښځو پر زده ‌کړو او کار له محدودیتونو لګولو وروسته اوس د فقر زیاتوالی هم افغانې ښځې ډېرې اغېزمنې کړې دي.

 د دوی په خبره، نړیوال بنسټونه باید له دوی خپلو حقونو ته د رسېدو په برخه کې مرسته وکړي.

د ښځو حقونو فعاله آصفه ستانکزۍ وايي: « د طالبانو د سختګیرانه سیاستونو ترڅنګ، پر بشري مرستو د امریکا وروستيو لګول شويو محدودیتونو د میلیونونه کسانو او په ځانګړې توګه ښځو ژوند له بحران سره مخ کړی. د نن ورځې ښځې نه یوازې له کار او زده کړو محرومې دي بلکې د نړیوالې ټولنې د چوپتیا قرباني هم شوې دي او له نړیوالو مرستو هم برخمنې نه دي.»

 د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ زیاتوالي په اړه داسې مهال اندېښنه ښیي چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د شاوخوا ۱۰ میلیارد امریکایي ډالرو په ارزښت د افغانستان بانک شتمني د امریکا له لوري کنګل شوه.

اقتصادي شنونکي یې د هېواد پر روان ناوړه اقتصادي وضعیت اغېزه مستقیمه بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې
افغانستان

بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

مې 13, 2025
پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې
افغانستان

پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

مې 13, 2025
د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی
افغانستان

د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

مې 13, 2025
ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي
افغانستان

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025

وروستي خبرونه

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

مې 13, 2025
پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

مې 13, 2025
د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

مې 13, 2025
افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist