• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو بهیر څېړي

پخواني امریکايي چارواکي: د امریکايي ادارو ترمنځ نا همغږي د افغان جګړې بایللو لامل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/13

د امریکا سنا جرګې په افغانستان کې د دې هېواد د ۲۰ کلنې جګړې په تړاو دویمه علني استماعیه ناسته هم ترسره کړه.

په دغه ناسته کې د امریکا پخوانیو لوړ پوړو چارواکو د افغان جګړې په تړاو هر اړخیزې خبرې او بحثونه وکړل.

په دې ناسته کې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۸ زېږدیز کالو پورې په افغانستان کې د امریکا جګړه او د هغې د ناکامۍ عوامل وڅېړل شول.

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رایان کراکر د سنا جرګې ناستې ته په خبرو کې وویل، د افغانستان په جګړه کې د پخوانیو افغان سرتېرو قربانیو او مېړانې ته درناوی ونه ‌شو.

کراکر په خبره، افغان سرتېرو مېړانه وکړه او قربانۍ یې ورکړې، خو د دوی هڅو ته لازم درناوی ونه شو.

کراکر زیاته کړې: « موږ باید ومنو چې د افغانستان په ۲۰ کلنه جکړه کې مو د دې هېواد د پخوانیو سرتېرو قربانۍ او مېړانه له پامه غورځولې ده. تاسو پوهېږئ چې هغوی څومره په سختو حالتو کې وجنګېدل او قرباني یې ورکړه.»

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پخواني عمومي قوماندان، جنرال ډیوید بارنو بیا په افغانستان کې د امریکا د نظامي رهبرۍ د تسلسل نه شتوالی د ناکامۍ یو لامل وګاڼه.

بارنو په امریکا کې د افغان جګړې کمیسیون استماعیه غونډې ته خبرو کې زیاته کړې، د افغانستان د جګړې په لړ کې د امریکا سیاسي، ډېپلوماټیکو، نظامي او اقتصادي هڅو ترمنځ د همغږۍ نه شتوالي د دې ماموریت بري ته جدي زیان رسولی دی.

بارنو په دې اړه ویلي: « زموږ د پوځي چارو په رهبرۍ کې د تسلسل نه شتوالی هم د دې سبب شو چې موږ په افغانستان کې بریالي نه ‌شو. زموږ په رهبرۍ کې ستونزې وې. افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلن حضور پر مهال ۱۵ لوړپوړي نظامي قوماندانان او ۱۲ سفیران او چارسمبالي ګومارل شوي چې ترمنځ یې د همغږۍ تسلسل د پام وړ نه و.»

همدارنګه د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې(یو.اېس.اې.آی.ډي) پخوانی رییس بیا وایي، واشنګټن کې پالیسۍ جوړونکو ګومان کاوه چې په افغانستان کې د پراخو لګښتونو پوره کولو سره به مثبتې پایلې ترلاسه شي، خو وروسته څرګنده شوه چې دغې پرېکړې د افغانستان وضعیت نور هم خراب کړی.

د انډرو ناتسیوس په خبره، امریکا یوازې د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون د دېوال جوړولو لپاره ۲.۷ میلیونه ډالر لګولي و.

هغه په دې اړه وايي: « د امریکا پوځ او افغان سیاستوالو پرمختګ یوازې په ودانیزو پروژو کې لیده، حال دا چې ریښتینې پراختیا د بنسټونو په جوړونې او پیاوړي کولو کې ده. د امریکا لویه برخه پیسې په افغانستان کې په ودانیزو پروژو لګول شوې دي.»

له بلې خوا، په پاکستان کې د امریکا پخوانۍ سفیرې دغې غونډې ته وویل، د سنا د پوځي کمېټې ځینو غړو چې په کې د مړه شوي سناتور جان مک‌ کین نوم هم اخیستل شوی، د پاکستان د رول په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او دا چې څنګه یې د ترهګرۍ د پراخېدو ملاتړ کاوه.

نانسي پاول زیاته کړې، د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر پرویز مشرف به په خپلو لیدنو کې تل د امریکا له چارواکو غوښتنه کوله چې اسلام‌اباد ته دې مالي مرسته زیاته کړي.

پاول په دې اړه ویلي: « پاکستان هلته د ترهګرۍ په روزولو او ملاتړ کولو کې لاس درلود. دغه هېواد هڅه کوله چې هلته د ترهګرو ډلو ملاتړ وکړي. په دې اړه په ځلونو اندېښنه هم شریکه شوې ده.»

د امریکا په سنا جرګه کې د افغان جګړې د تحلیل استماعیه ناسته له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۸ کالو پورې د امریکا د پوځي ستراتیژۍ او پالیسیو ارزونې ته ځانګړې شوې وه.

د امریکا د کانګرېس له خوا د ارزونې لپاره یو کمیسیون د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په میاشت کې جوړ شو، ترڅو د ۲۰۰۱ زېږدیز کال له جون میاشتې څخه د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د امریکا مهمې نظامي استخباراتي پرېکړې، بهرنۍ مرستې او ډېپلوماټیکه مداخله وڅېړي.

دا کمېسیون ۱۶ غړي لري چې د افغانستان د جګړې اړوند مختلفو اشخاصو نظریات راټولوي.

افغانستان کې د امریکا جګړې د څېړنې کمیسیون لومړۍ علني ناسته د ۲۰۲۴ کال د جولای پر ۱۹ مه د ا مریکا پخوانیو سرتېرو په دفتر کې ترسره شوې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist