• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وېلچ: د ټرمپ د کډوالو ضد سیاست د امریکا نړیوال اعتبار ته زیان رسولی

وېلچ: د ټرمپ د کډوالو ضد سیاست د امریکا نړیوال اعتبار ته زیان رسولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/13

که څه هم د ملګرو ملتونو په شمول د کډوالو او بشري حقونو مدافع نړيوالو بنسټونو له پاکستانه په زور د افغانانو ايستلو لړۍ درول غوښتي، خو پر دې سربېره هم پاکستان خپل دريځ نه دی نرم کړی او د دوی شړلو پروسه یې روانه ساتلې ده.

تازه د امريکا د ګانګريس په سنا جرګې کې د ډيموکراټ ګوند يوه استازي هم په امريکا کې د کډوالو پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ پر پالیسيو نيوکې کړې.

پیټر وېلچ وايي، د يادو پالیسيو له امله دویمو هېوادونو کې مېشت افغانان له ناڅرګند برخليک سره مخ دي او دې کار د امريکا اعتبار پر نړيواله کچه زيانمن کړی.

وېلچ زیاته کړې: « د امریکا حکومت خپل هغه زرګونه متحد افغان پناه غوښتونکي په داسې حال کې یوازې پرېښودل چې امریکا ته یې سخته اړتیا لرله. د امریکا له ولسمشر غوښتنه کوو چې د افغان پناه غوښتونکو د منلو پروسه باید د کانګرېس له خوا تسهیل او مسوولیت یې د سيمه ‌ييز بنسټونو پر ځای فډرال دولت ته ورکړل شي.»

په امريکا کې د افغانانو د بيا مېشتېدنې پروګرام ریيس که څه هم د افغان پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې له پروسې ملاتړ کړی، خو ويلي يې دي چې امريکا هغو افغان کډوالو ته چې په دې هېواد کې د لنډمهاله محافظت اسناد لري، له امریکا څخه د وتلو لپاره ۷ ورځې ضرب الاجل ورکړی.

امريکا کې پر مېشتو افغان کډوالو سربېره يو شمېر په پاکستان کې هم دې هېواد ته د تګ په تمه دي چې په دې وروستيو کې د جبري اخراج له ګواښ سره مخ دي.

 د پاکستان کورنیو چارو وزیر دغې ستونزې ته په اشارې ويلي، که د روانې اپرېل میاشتې تر پایه هغه کډوال خپل هېواد ته ستانه نه شي چې په پاکستان کې بهر ته د تګ لپاره په تمه دي، نو په زور به يې اخراج کړي.

یو شمېر افغان کډوال وایي، له تېرو څو کالو راهیسې په پاکستان کې امريکا او اروپایي هېوادونو ته د لېږدېدو په تمه مېشت دي او له يادونو هېوادونو غواړي چې له پاکستانه یې ژر تر ژره وباسي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال ظاهر بهاند وايي: « له یوې خوا کېسونه وځنډېدل او له بلې خوا دلته په پاکستان کې د پولیسو له خوا ځورول کېږي، شکنجه کېږي او زندانونو ته اچول کېږي. که د پاکستان حکومت دغه کېس لرونکي افغانان په زور او جبر سره اخراج کړي، دا به نورې ستونزې هم وزیږوي او په افغانستان کې به له لویو ننګونو سره مخ شي.»

له بلې خوا، پاکستان پر خپله خاوره د مېشتو افغان کډوالو شمېر۳ میلیون کسان ښيي.

 په دوی کې څه باندې ۱.۵ میلیونه یې د کډوالو په توګه ثبت شوي د راجسټرېشن (پي.او.آر) کارتونه لري چې د حکومت د پرېکړې له مخې يې په پاکستان کې د اوسېدو نېټه د جون میاشتې په وروستيو کې پای ته رسېږي.

د سیاسي چارو کارپوه مرتضی مطهري وايي: « نه باید مهاجران بې عزته او وځورول شي او هېڅوک حق نه لري چې شتمنۍ یې لوټ کړي. موږ د کډوالو بېرته راتګ غواړو، خو باید په خپله خوښه را ستانه شي.»

د کډوالو چارو شنونکی ابوالحسن صالحي وايي: « دغو دوو هېوادونو نه د ګاونډیتوب حقوق په پام کې نیولي او نه هم له کډوالو سره د اسلامي اصولو له مخې چلن کوي. دا ورځې تېرېږي، خو د مهاجرانو ځورول، توهین او سپکاوی د افغانستان د خلکو په خاطرو کې پاتې کېږي.»

له پاکستان او امريکا څخه د افغان کډوالو د اخراج مساله داسې مهال ده چې سرپرست حکومت موده وړاندې د دوی بېرته راستنېدو لپاره چمتوالی ښودلی و.

څو ورځې وړاندې د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې کمیسيون پرېکړه کړې وه چې له ګاونډیو هېوادونو د راتګ په دروازو کې به راستنېدونکو افغانانو ته هر راز اسانتياوې برابرې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist