• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو اوسنۍ لړۍ قانوني بولي

پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو اوسنۍ لړۍ قانوني بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/12

پاکستان د اپريل له لومړۍ نيټې راهیسې د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه نوي تګلاره عملي کوي.

په خواله رسنیو کې یو شمېر ویډیوګانې خپرې شوې چې په کې پاکستاني پولیس افغان کډوال تر نېونې وروسته سخت شنکنجه کوي.

که څه هم د پاکستان دغه چلن په کور دننه او بهر غندل شوی، خو له دې سربېره بیا هم د دغه هېواد چارواکي خپله کړنلاره قانوني بولي.

تازه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وياند شفقت علي خان د افغان کډوالو ایستل د دغه هېواد د قانون او د نړیوالو مکلفیتونو سره سم عمل بللی دی.

هغه زیاته کړې:« پاکستان تل د خپلو افغان دوستانو، وروڼو او خویندو ترڅنګ ولاړ دی، له تېرو څلورو لسیزو راهیسې یې په سخاوت سره کوربتوب کړی. د غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان د پاکستان د نړیوالو مکلفیتونو او د کورني قانون سره سمون لري. دا د نړۍ یوه پېژندل شوې عملیه ده چې یوازې پاکستان پورې محدوده نه ده.غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پروګرام نه تصادفي دی او نه هم د تعصب پر بنسټ ولاړ دی.»

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپلو خبرو کې د افغان کډوالو ایستلو بهیر کې پر منظمې او عزتمندې پروسې ټنیګار کړی او په خبره یې د پاکستان حکومت هڅه کوي چې دغه بهیر د نړیوالو بشري حقونو او بشري اصولو سره برابره ترسره شي.

علي خان زیاتوي:« د  پاکستان حکومت دا پلان په مرحله ‌وار او سیسټماټیک ډول پلی کوي، هڅه کوو چې دا پروسه مؤثره، منظمه او له عزت سره ترسره شي.»

خو نړیوال سازمانونه او د سیاسي چارو کارپوهان د اسلام اباد دغه پالیسي د انساني موازيني خلاف ګڼي او د درېدو غوښتنه يې کوي.

د سیاسي چارو شنونکی ابوالحسن صالحي وايي:« پاکستان باید د نړیوالو قوانینو او ژمنو درناوی وکړي او له افغان کډوالو سره د نړیوال قانون په چوکاټ او د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ اصولو سره سم چلن وکړي ترڅو افغان کډوال په جبري بڼه ونه ایستل شي او تحقیر نه شي.»

د کډوالۍ سترې کمیشنرۍ د مالوماتو له مخې، پاکستان د اپريل له لومړۍ نېټې راهیسې تر اوسه څه باندې ۱۰ زره افغان کډوال په جبري ډول له دې هېواد ایستلي او لاهم دغه لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist