• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بروس: افغانستان کې د بندي امریکايي وګړو د خوشې کولو جدي هڅې کوو

بروس: د ا.ا پر یو شمېر چارواکو د جایزې لغوه کول د امتیازاتو ورکولو په مانا نه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/12

د کورنیو چارو پر سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني باندې د امریکا لخوا د ۱۰ میلیونو ډالره جایزې لرې کولو او د افغانستان له زندانونو د دوو امریکایي اتباعو له خوشې کیدو وروسته، دې متقابل عمل د کابل او واشنګټن ترمنځ پر سياسي اړيکو او تعامل کې نوې خوشبيني رامنځته کړه.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټیمي بروس یوې خبري ناسته کې ویلي، د اسلامي امارت د چارواکو په اړه یې د هېواد نظر نه دی بدل شوی او پر يو شمېر چارواکو د جایزو لرې کول د سرپرست حکومت لپاره د امتیازاتو ورکولو په مانا نه دي.

بروس زیاته کړې:« په دې مساله کې د امریکا پالیسي هیڅ بدلون نه دی کړی. زه فکر کوم چې دا اصلي مساله ده او په دې برخه کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د ښه کولو لپاره، بايد سرپرست حکومت د افغانانو او نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې ومني.

دوی زیاتوي، امریکا د اسلامي امارت پر وړاندې د فشار راوړلو پالیسي کاروي او د افغانستان د سرپرست حکومت پر رسميت نه پیژندلو سربېره يې پرې پراخ بندیزونه لګولې دي.

د سیاسي چارو کارپوه سمیر انګار وايي:« امریکا د اسلامي امارت پر وړاندې د فشار سیاست غوره کړی دی. د افغان ولس شتمني یې تر اوسه پورې کنګل ساتلې او اسلامي امارت ته مشروعیت نه ورکوي.  د تعامل پر ځای ورځ تر بلې بندیزونه لګوي. اسلامي امارت ته په کار ده چې د افغان ولس مشروع غوښتنو ته باید لیبک ووايي. کومې ستونزې چې اوس شتون لري هغه باید د یوه تفاهم له لارې حل شي.»  

هڅه مو  وکړه چې د امريکا بهرنيو چارو وزارت د وياندې وروستيو څرګندونو په اړه د اسلامي امارت نظر هم واخلو، خو د پرلپسې اړيکو سره سره مو بیا هم نظر ترلاسه نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکایي بندیانو خوشې کېدل او د کورنیو چارو وزارت پر سرپرست د جایزې لغوه کول په بهرني سياست کې د اسلامي امارت پرمختګ ګڼلی وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist