• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

اسلام اباد د وسله والو موضوع له کابل سره د اړیکو پر وړاندې خنډ بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/12

په پاکستان کې وروستي وسله‌ وال بریدونه او په افغان خاوره کې د دې بریدونو د ترسره کوونکو د شتون په تړاو د اسلام‌اباد ادعاوې هغه څه دي چې دې هېواد په تېرو نږدې څلورو کلونو کې ترې د اصلي اندېښنو په توګه یادونه کړې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي، که څه هم له افغانستان سره ګډې تاریخي، کلتوري او ژبنۍ اړیکې لري؛ خو په وینا یې یو شمېر مسایل او اندېښنې د دې اړیکو د پراخوالي مخه نیولې.

علي خان امنیتي مسایل او د ډيورند فرضي کرښې دا غاړه د پاکستان ضد وسله ‌والو شتون د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو ترمخ لوی خنډ بللی.

هغه زیاته کړې:« موږ دوه هغه ګاونډیان یو چې ګډو تاریخي، کلتوري او ژبنيو اړیکو سره تړلي یو. موږ هڅه کړې چې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړو؛ خو په دې لار کې اصلي ننګونه، امنیتي مسایل او د وسله‌ والو له لوري هلته له خوندي پټنځایونو ګټه اخیستنه ده.»

‌علي خان یو ځل بیا ادعا کړې چې کواګې له امریکا پاتې وسلې د پاکستان ضد وسله‌ والو لاس ته لوېدلي چې په وینا یې د دې هېواد د ځواکونو په نښه کولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

علي خان ويلي، په دې اړه یې خپله اندېښنه پخوا هم له سرپرست حکومت سره شریکه کړې او له دې درکه د ناوړه پایلو په تړاو یې په ځلونو ټینګار کړی.

هغه څرګنده کړې:« اصلي مساله دا ده چې په افغانستان کې پاتې شوې امریکايي وسلې دننه په پاکستان کې زموږ د امنیتي ځواکونو پر وړاندې په وسله‌والو بریدونو کې کارول کیږي، دا هغه څه دي چې له دې وړاندې مو په ځلونو پرې ټینګار کړی. موږ تېر کې هم د دې پوځي تجهیزاتو د زیان رسوونکو او ناوړه پایلو په تړاو تاکید کړی.»

اسلامي امارت تر اوسه پورې په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو له لوري د افغان خاورې کارېدنې ادعاوې رد کړي او دغه څه یې پروپاګند بللي.

د سیاسي چارو شنونکي په دې هېواد کې امنیتي مسایل او د وسله‌والو ډلو فعالیت د دې هېواد کورنۍ موضوعات بللي چې په خبره یې افغانستان ته یې تړاو ورکول بې‌ ځایه ادعاوې دي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ :« غواړي دغه وسلې چې په افغانستان کې پاتې دي، په کوم بهانو دغه ترلاسه کړې. دا ټوله بدبختي د پاکستان له ادرسه افغانانو ته جوړه ده. زموږ جغرافیه او سیاسیون د تروریستانو په نوملړ کې شاملول، یا دغه جغرافیه د تروریزم ښه بستر باندې معرفي کول دا د دوی( پاکستان) کړنې دي.»

دا په داسې مهال ده چې د امریکا او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو تېره سه شنبه له یو بل سره په ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د پاتي امریکايي پوځي تجهیزاتو بېرته ترلاسه کول اړین بللي و.

دې هېواد له دې وړاندې هم څو څوځله دغه وسلې د پاکستان امنیت لپاره ستر ګواښ بللي او د بېرته ترلاسي لپاره یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څرګندونو یې هرکلی کړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist