Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له۱۰زرو کلونو وروسته د پخواني لوی لېوه نسل بیا را ژوندی شو

له۱۰زرو کلونو وروسته د پخواني لوی لېوه نسل بیا را ژوندی شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/10

ډایر ولف چې شاوخوا ۱۰ زره کاله وړاندې يې نسل ژوندی و، د اوسنيو لېوانو چې خړ لېوان يې بولي، له نږدې خپلوانو ګڼل کېږي.

خو ډاير ولف د اوسنيو لېوانو پرتله څو برابره پیاوړی، لوی او د وزن له پلوه دروند و.

 دغو لېوانو د کنګل په زمانه  ژوند کاوه او ډېر وخت د شمالي امریکا په ځنګلونو، دښتو او غارونو کې اوسېدل.

تازه د کولوسل بایوسینز امریکایي شرکت ډایر ولف لېوانو ته منسوب ۱۳.۰۰۰ کلن غاښ او د غوږ له ۲۷.۰۰۰ کلن هډوکي ډي اېن اې استخراج کړې او بیا یې د خړ لېوه یا ګرې ولف جینونه ترې ترمیم کړي، ترڅو د سپین لېوه یا ډایر ولف ځانګړتیاوې ولري.

د کولوسل بایوسینز شرکت ډاکټرانو ویلي: « موږ د خړ لېوه جینونه را واخیستل. د خړ لېوه یوه حجره چې له مخکې نه ډایر لېوه سره ۹۹.۵ سلنه جنتیکي ورته والی درلود او موږ د هغې حجرې دننه د ډي.اېن.اې په بېلابېلو برخو کې د ډایر لېوه نسخه ور زیاته کړه. دا حیوان د ډایر لېوه په څېر ښکاري، د ډایر لېوه په څېر چلن کوي او دا یو ډایر لېوه دی.»

د یاد شرکت څېړونکي وایي، ایکو سیسټم یا د طبیعي چاپېریال ژوندي موجودات له یو بل سره نږدې اړیکې او ډېر ورته والی لري او په دې اساس وايي دا د پخواني رښتیني ډایر ولف نسل دی.

د کولوسل بایوسینز شرکت څېړونکي زیاتوي: « ايکو سیسټمونه یا طبیعي چاپېریال ډېر ظریف او نازک توازن لري او طبیعت زموږ د انسانانو د درک له وړتیا ډېر زیات پېچلی دی، تر څو موږ یې په بشپړ ډول درک کړو یا د ټولو احتمالي نه‌ لیدل شویو پایلو وړاندوینه وکړای شو.»

سره له دې هم ځینې کارپوهان استدلال کوي چې د یاد شرکت له لوري د اصلي ډایر ولف د نسل ژوندي کولو ادعا ناسمه ده.

 دوی وایي، دا یوازې جنتیکي ترمیم شوی خړ لېوه دی او ټینګار کوي چې د ډایر ولف او خړ لېوه د نسلونو ژوند ترمنځ میلیونونه کاله جلاوالی شته او یوازې د څو جینونو يو ځای کول کافي نه دي چې له مخې یې د یوه منقرض شوي نسل د بېرته را ژوندي کولو ادعا وشي.

د بارسلونا پوهنتون جنټیک پوهنې استاده جیمه مارفاني وايي: « هغوی منقرض شوی حیوان بېرته نه دی را ژوندی کړی؛ بلکې د هغه نږدې خپلوان یانې خړ لېوه د ډي.اېن.اې پر بنسټ یې یوه نقلي کاپي جوړه کړې ده».

کولوسل بایوسینز شرکت بیا د ډایر ولف په بڼه د رامنځته شوي نوي نسل دوو لېوانو ته د رومولوس او ریموس نومونه ورکړي او ادعا کوي چې د دې کوچنیو لېوانو ټول خاصیتونه د لویو لېوانو د پخواني نسل له خاصيتونو سره ورته والی لري.

یاد شرکت همدا راز وایي، هڅه کوي چې د څېړنو په مرسته د لویو فیلانو، د اوولسمې پېړۍ د ډوډو مارغانو او تاسمانیایي پړانګ په څېر د نورو منقرض شویو حیواناتو نسلونه هم بېرته را ژوندي کړي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل کې د مرغانو پېر او پلور ځانګړی بازار لا هم تود دی
جالب خبرونه

کابل کې د مرغانو پېر او پلور ځانګړی بازار لا هم تود دی

دسمبر 22, 2025
کابل کې د ګلانو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی
جالب خبرونه

کابل کې د ګلانو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی

مې 22, 2025
يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي
افغانستان

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

مارچ 8, 2025
سعودي عربستان کې یوه ځوان  د خپل ملګري واده تالار ته اس د ډالۍ په توګه بېولی
جالب خبرونه

سعودي عربستان کې یوه ځوان  د خپل ملګري واده تالار ته اس د ډالۍ په توګه بېولی

مې 2, 2023

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist