• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حنفي: له پاکستانه جبري را ایستل شویو کډوالو ته اسانتیاوې برابرو

حنفي: له پاکستانه جبري را ایستل شویو کډوالو ته اسانتیاوې برابرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/10

د اسلامي امارت مسوولین وايي، د رییس ‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پر مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسيون او اړوند کمېټو له ګاونډیو هېوادونو د را ایستل کېدونکو افغان کډوالو د ستونزو حل په موخه ځانګړې ناسته کړې.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي، په دې ناسته کې حنفي د یاد کمیسيون اړوند کمېټو ته سپارښتنه کړې چې د راستنو شویو افغان کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

فطرت په دې اړه وايي: « د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسيون د دولس ګونو کمېټو ریيسانو غونډه وکړه. د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دولس ګونو کمېټو د ریيسانو غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرمشرۍ د دغو کمېټو د ریيسانو او د یاد کمېسیون د ځينې اعضاوو په ګډون ترسره شوه. دا غونډه د هغو کډوالو د ستونزو د حل په موخه چې په اجباري توګه له ګاونډیو هېوادونو څخه را ايستل کېږي، جوړه شوې وه. د يادې موضوع له هر اړخيزې ارزونې وروسته مؤظفو کمېټو ته دنده وسپارل شوه چې د خپلو کاري استقامتونو په چوکاټ کې راستنېدونکو کډوالو ته د غوره خدماتو برابرولو هڅې او لازم اقدمات وکړي او د هغوی د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.»

په ورته مهال د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د سره صلیب، سرې میاشتې او د کډوالو نړیوال سازمان له مسوولینو سره په  کتنو کې د افغان کډوالو پر ستونزو او حل لارو خبرې کړې دي.

یاد وزارت پر خپله اېکس پاڼه د یادو بنسټونو د مسوولینو له قوله ويلي، دغه بنسټونه د افغان کډوالو لپاره د خوړو او روغتیايي مرستو په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

یاد وزارت زیاته کړې: « د افغانستان پولو کې اړوند ادارو له راستنېدونکو سره د روغتیا، خوراکي توکو، څښاک اوبو، خېمو او نور برخو کې مرستې کړې او د اغېزناکې همکارۍ لپاره له حکومتي ادارو سره په اړیکه کې دي.»

له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د راستنولو دویمې څپې له پیل کېدو وروسته، یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د روانې وري میاشتې له ۱۵ تر ۱۹ نېټي پورې شاوخوا ۱۱زره ۳۷۱ افغانان په جبر او خپله خوښه ایستل شوي دي.

هلته مېشت افغان کډوال وايي، د پاکستان حکومت د افغان تابعیت (اې.سي.سي) کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو جبري لړۍ په شدت سره جاري ساتلې او هېڅ افغان کډوال ته اضافي مهلت نه ورکول کېږي.

د دوی په خبره، په خیبرپښتونخوا او پاکستان کې د څه باندې ۸۰۰ زره اې.سي.سي کارت لرونکي افغانان ژوند کوي.

په پاکستان کې دېره افغان ملک مجاهد شينواری وايي: « لکه څرنګه چې تاسو ته مالومه ده چې د پاکستان حکومت هغو افغان مهاجرینو ته چې د اې.سي.سي کارټونه لري او شمېر یې شاوخوا ۸۵۰ زرو تنو رسېږي او د پاکستان په مختلفو صوبو او ولایتونو کې ژوند کوي، له پاکستان څحه د وتلو حکم صادر کړی. نو په کراچۍ، لاهور، اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هماغسې روانه ده او د پاکستان حکومت په دې اړه نوي څه نه دي ویلي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د راجسټر شویو افغانانو (پي.او.آر) کارت لرونکو افغان کډوالو ته د روان زېږدیز کال د جون تر ۳۰مې مهلت ورکړی او له هغې وروسته یې د هغوی پر جبري ایستلو هم ټینګار کړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist