• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا د خوړو نړيوال پروګرام له لارې افغانستان سره مرستې بندې کړې

امریکا د خوړو نړيوال پروګرام له لارې افغانستان سره مرستې بندې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/10

وروسته له هغې چې د خوړو نړيوال پروګرام(ډبلیو.اېف.پي) د افغانستان په ګډون له يو شمېر هېوادونو سره د يادې ادارې له لارې د امريکا د مرستو بندېدو په اړه اندېښنه وښوده، يوه ورځ وروسته د امريکا حکومت تایيد کړه چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام له لارې يې له افغانستان سره مرستې ځنډولې دي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت وايي، د مرستو لپاره د بسپنې ځنډولو پرېکړه له دې امله شوې چې د نورو هېوادونو لومړيتوبونو په پام کې نيولو ترڅنګ، د خوړو نړيوال پروګرام له لارې له عامو افغانانو سره د کېدونکو مرستو په بهير کې د افغانستان سرپرست حکومت لاسوهنه کړې.

د دې وزارت وياندې ټیمي بروس ادعا کړې چې د امريکا د يادو مرستو له درکه شاوخوا ۱۱ میلیونه ډالر د افغانستان سرپرست حکومت لاس ته ورغلي دي.

بروس زیاته کړې:« د خپل هېواد د لومړیتوبونو پر بنسټ مو د خوړو نړیوال پروګرام سره ډېرې کمې مرستې بندې کړې دي. په افغانستان او یمن کې له دې پروګرام سره د مرستو بندول د ترهګرۍ د اندېښنو له امله دي چې حوثیانو او طالبانو ترې ګټه اخیسته او دغه اقدام د ملګرو ملتونو په همکارۍ د مستند شویو پېښو او څېړنو له مخې شوی. د یمن په شمال کې حوثیانو د امریکا نړيوالې پراختیايي ادارې له لوري په کېدونکو مرستو کې مداخله کوله او موږ دغه مرستې بندې کړې او په ټول افغانستان کې مو هم د طالبانو د مداخلو کمولو لپاره د خوړو نړیوال پرواګرام سره مرستې ځنډولې دي.»

سرپرست حکومت د امریکا دا ادعا ردوي چې ګني د مرستو په بهير کې دې يې لاسوهنه کړې وي او په خبره يې، حکومت د مرستندويانو د امنيت ساتنې ترڅنګ دوی ته يوازې د مرستو وېشلو لپاره لازمې اسانتياوې برابروي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « اسلامي امارت په نړیوالو مرستو او به ځانګړې توګه بشري مرستو کې هېڅ ډول مداخله او تصرف نه لري. موږ په دې اړه هر ډول راپورونه په کلکه ردوو. اسلامي امارت هڅه کوي چې د افغانستان له خلکو سره د نړیوالو مرستو لپاره تسهیلات برابر کړي.»

بله خوا د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د امریکا له لوري د مرستو بندېدل به د اړمنو افغانانو پر وضعیت ناوړه اغېز وکړي او زياتوي چې هېوادونه دې له افغانانو سره خپلې مرستې له سیاست سره نه غوټه کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « که چېرې د خوړو نړیوال سازمان هم خپلې مرستې پر افغانستان بندې کړي، ښکاره خبره ده چې خلک به له ستونزې سره مخ شي، خو اسلامي امارت او خصوصي سکټور په ګډه کار کوي چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

د  سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « په داسې وخت کې چې د امریکا په څېر ستر هېوادونه د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې بندوي، دا د افغانستان د خلکو سره یوه بله جفا ګڼل کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د سې ‌شنبې پر ورځ د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، پر افغانستان او یمن به پاتې مرستې هم بندې کړي.

 ډېری دغه مرستې د خوړو نړیوال پروګرام له لارې عامو افغانانو ته رسول کېدې، خو په بندېدو سره یې د لوږې زياتېدو په اړه د دې بنسټ اندېښنې هم راپورته کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې
افغانستان

بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

مې 13, 2025
پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې
افغانستان

پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

مې 13, 2025
د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی
افغانستان

د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

مې 13, 2025
ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي
افغانستان

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025

وروستي خبرونه

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

مې 13, 2025
پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

مې 13, 2025
د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

مې 13, 2025
افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist