• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له پاکستانه راستانه شوي افغان کډوال د کاري فرصتونو او سرپناه غوښتنه کوي

له پاکستانه راستانه شوي افغان کډوال د کاري فرصتونو او سرپناه غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/09

له پاکستانه تازه راستانه شوي افغان کډوال وايي، له پولې پورې غاړه يې روان کاروبارونه او ډک کورونه پاتې دي.

د دوی په خبره، پاکستاني پولیسو د سر ایستلو اجازه ورکړې او د ډېرو فشارونو له امله د کور مهم وسایل هم ترې پاتې شوي دي.
له پاکستانه په جبر را ایستل شوی یو تن افغان کډوال وايي: « د پاکستان حکومت شپه او ورځ په افغان مهاجرو پسې ګرځي، د شپې یې په کورونو چاپې وهي او د اختر له درېیمې راهیسې یې نیول او افغانستان ته اړول پیل کړي دي. موږ له پاکستانه ډېر ګیله من یو، خو له اسلامي امارت خوښ یو چې موږ ته یې عزت راکړ.»

له پاکستانه یو بل تازه راستون شوی افغان کډوال بیا وايي: « دلته له موږ سره په هره برخه کې مرسته وشوه، هم خوراکي مرستې راکړل شوې او هم د اوسېدلو لپاره خېمې او کمپلې. موږ له دغو مرستو مننه کوو.»

دوی له سرپرست حکومت د سرپناه، کاري فرصتونو او بیا مېشتېدنې په برخه کې د همکاریو غوښتنه کوي.
له پاکستانه په جبر را ایستل شوی یو تن افغان کډوال وايي: « له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې زموږ ماشومانو ته د ښوونځیو او زده کړو زمینه برابره کړي. دغه راز موږ ته د کاروبار غم وخوري، ترڅو وطن کې خپل کاروبار ولرو.»

تورخم کې ځايي مسوولین او اړوندې ادارې ډاډ ورکوي چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو او غوښتنو ته يې پام دی او په همدې موخه هڅې ورځ تر بلې ګړندۍ کېږي.
د ننګرهار کډوالو چارو رییس باز محمد عبد الرحمن وايي: « موږ دغو کورنیو ته په مختلفو ولسوالیو لکه حصارک، سپین غر او کامې کې سرپناوې جوړې کړې دي. همدارنګه موږ د حرفوي زده کړو زمینه هم برابره کړې.»

په ننګرهار کې د دولتي ادارو د مالوماتو له مخې، اوس مهال له راستنو شویو کډوالو سره د خپلو کورنیو د ملاتړ په موخه  د حکومت او مرستندویه موسسو له خوا پر نغدي مرستو سربېره، د دوی لپاره د حرفوي زده کړو زمینه هم برابره شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist